شاته

هیله ده د ټاکنو پایلې ټول اړخونه ومني ـ جرمني دفاع وزیره

د جرمني د دفاع وزیره انیګرت کرمپ کارینباور وايي، هیله لري، چې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې ژر تر ژره اعلان شي.

اغلې کارنبارو نن سې شنبه د ډیسمبر پر۳مه«لېندئ۱۲مه» افغانستان ته د سفر پر مهال له ولسمشر غني سره یو ګډ خبري کنفرانس ته وینا کې هیله وښودله، چې د یادو ټاکنو پایلې ټولو نوماندانو ته د منلو وړ وي.

د جرمني د دفاع وزیرې زیاته کړه: "موږ هیله لرو، چې د ټاکنو پایلې داسې اعلان شي، چې ټول سیاسي اړخونه ورسره موافق وي."

نوموړې هیله وښودله، چې د ټاکنو د پایلو تر اعلان وروسته داسې یو حکومت رامنځته شي، چې د سولې خبرو روان بهیر نور هم پیاوړی کړي.

هغه پر داسې مهال د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو د پایلو د اعلان غوښتنه کوي، چې دغه پایلې د تېرو شاوخوا دوو میاشتو راپدېخوا لا نه دي اعلان شوي او په اوو ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي دفترونه د اعتراض کوونکو لخوا تړل شوي دي.

د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند میرزا محمد حقپرست نن سې شنبه امریکا غږ ته وویل، چې د یادو دفترونو د بېرته خلاصولو په اړه هیلې زیاتې شوي دي.

د جرمني د دفاع وزیرې لومړی په بلخ ولایت کې له خپلو مېشتو سرتېرو سره ولیدل او وروسته یې کابل ته سفر وکړ.

اغلې کارینبارو زیاته کړه، چې جرمني د سولې په اړه د افغان حکومت له هڅو ملاتړ کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې روان کال د جرمني او قطر په کوربتوب په دوحه کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات تر سره شول.

ولسمشر غني هم دغه کنفرانس ته وینا کې د افغان سولې په برخه کې د جرمنې هڅې اغېزمنې وبللې او د دغه هېواد مرستې وستایلې.