BBC
 شاته

افغانستان مرکزي اسیا ته د پاکستاني ګاډو نه پرېښودو ګواښ کړی

افغان حکومت ګواښ کړی چې که پاکستان د سوداګرۍ په برخه کې افغانانو ته ستونزې رامنځته کوي، افغان حکومت به هم اړ شي، چې په راتلونکي کې له خپلې خاورې مرکزي اسیا ته د پاکستاني باروړونکو موټرو تېرېدو ته اجازه ور نه کړي.