شاته

د ټاکنو کمېسیون: معترضو انتخاباتي ډلو سره خبرې 'مثبت لور' ته روانې دي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وايي، له معترضو انتخاباتي ډلو سره يې پیل شوې خبرې مثبت لور ته روانې دي او ډېر ژر به په پاتې ولایتونو کې هم د رأیو د بیاشمېرنې او تفتیش بهیر پیل شي.

خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ډله چې پلویانو یې په اوو ولایتونو کې ددغه بهیر مخه نیولې، وايي د ټاکنو کمېسیون له دوی سره هېڅ ډول خبرې نه دي کړي.

دغه ټیم د رأیو پر بیاشمېرنې او تفتیش اعتراض لري او په سرپل، جوزجان، بدخشان، تخار، فاریاب، بغلان او پنجشیر کې ددغه بهیر مخه نیولې.

خو د ټاکنو کمېسیون یوه ویاند ذبیح الله سادات ازادي راډیو ته وویل، چې د وروستیو انتخاباتي لانجو په تړاو له متعرضو ټاکنیزو ډلو سره د کمیسیون خبرې مثبت لورته روانې دي.

هغه وویل، د ټاکنو کمېسیون چارواکي هیله مند دي چې ډېر ژر په دغو ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او څېړنې بهیر پیل شي.

ښاغلي سادات زیاته کړه: "د هغو اوو ولایتونو په اړه چې زموږ ولایتي همکاران د رأیو بیا شمېرنې ته نه پرېږدي له دوی سره زموږ خبرې مثبتې خواته روانې دي او تمه ده چې دوی زموږ همکارانو ته اجازه ورکړي چې په دې ولایتونو کې د رأیو د بیا شمېرنې او تفتیش پروسه پیل او پر بنسټ یې لومړنۍ پایلې اعلان شي."

ښاغلي سادات وویل ټاکل شوې چې نن د کمېسیون د دارلانشا له لوري د بیا شمېرل شویو رایو په اړه تخنیکي راپور هم د کمېسیون مشرتابه ته وسپارل شي.

داهغه ژمنه ده چې له تېرو درېیو ورځو راهیسې يې کمېسیون کړې، خو بېرته یې ماته کړې ده.

خو د عبدالله عبدالله په مشرۍ انتخاباتي ډلې یوه ویاند فریدون خوځون ازادي راډیو ته وویل، د انتخاباتو کمېسیون له دوی سره د وروستیو انتخاباتي ستونزو په اړه هېڅ ډول خبرې نه دي کړې.

ښاغلي خوځون زیاته کړه، تر څو چې کمېسیون د قانون پربنسټ عمل ونه کړي، د ثبات او همپالنې ټیم پلویان به اجازه ورنه کړي چې په پاتې اووه ولایتونو کې د رأیو بیا شمېرنې بهیر ترسره شي.

هغه وویل: "له بده مرغه چې کمېسیون د خبرو اترو لپاره ټولې دروزاې تړلې دي او حاضر نه دی چې له موږ سره خبرې وکړي. په داسې حال کې چې موږ حاضر یو چې رامنځته شوی کړکېچ د خبرو له لارې حل شي. زموږ تمه داده چې کمېسیون د خلکو غوښتنو ته لبیک ووايي او رامنځته شوې ستونزه د خبرو له لارې حل کړي او قانون ته رجوع وکړي. "

د کمېسیون چارواکو وړاندې ویلي، که چېرې په یادو ولایتونو کې د رأیو بیا شمېرنې تفتیش ته اجازه ورنه کړل شي، نو د پخوانیو معلوماتو او راپورونو پر بنسټ به د دغو ولایتونو د رایو په اړه پرېکړه او لومړنۍ پایلې به اعلان کړي.