شاته

د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا ته د پاکستاني مالونو د لیږد د بندیدلو ګواښ

د افغانستان جمهورِي ریاست وایي،چې که چیرې پاکستان له خپلې خاورې افغان سوداګرو ته د هند سره د واګې د بندر له لارې د سوداګرۍ اجازه ورنکړي، نو دوی به هم پاکستاني ترانزیټي مالونو ته د افغانستان له خاورې منځنۍ اسیا ته د تیریدلو اجازه ورنه کړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو د دفتر په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې جمهور رئیس محند اشرف غني د پنجشنبې په ورځ په ارګ کې د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا د ځانګړي استازي اوین جینکینس سره په کتنه کې ویلي، چې افغانستان نور په وچه کې ایسار هېواد نه دی او دا هیواد اوس د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد لپاره ګڼې ترانزیټي لارې په مخ کې لري.

د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال امریکا غږ ته د جمهور رئیس محمد اشرف غني، او د افغانستان او پاکستان لپاره د برتانیا د ځانګړي استازي د خبرو په باب وویل چې جمهور رئیس غني دغه برتانیې لوړپوړې ډیپلومات ته ویلي، چې که چیرې پاکستان افغان سوداګرو ته له واګې بندر څخه د سوداګریزو مالونو د لېږد رالېږد اجازه ورنکړه، نو افغانستان به د پاکستان پر وړاندې بلمثله عمل وکړي.

ښاغلي مینه پال وویل " بناً د افغانستان حکومت د پاکستان له حکومت غواړي چې دغو تړونونو او پرنسیپونو ته په احترام سره د افغانستان مالونه واګې ته پریږدي او که چیرته پاکستان بیا هم دغه لاره بنده وساتي، افغانستان بلمثله عمل کوي او منځنۍ اسیا ته به د پاکستان پر مالونو بندیز ولګوي".

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال وویل، چې اوس افغانستان د پاکستان اقداماتو ته انتظار وباسي او که چیرې دغه هیواد د واګې بندر د افغان سوداګرو پرمخ پراننیسته نو افغانستان به هم د پاکستان د ترانیزیټي مالونو پر وړاندې ورته اقدام وکړي.

افغانستان د پاکستان سره د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر په ۲۸ مه د سوداګرۍ او ترانزیت نوی تړون لاسلیک کړ چې له مخې دواړو هیوادونو سوداګرو ته ددې امکان ورکړل شوی چې د دغو هیوادونو له لارې نورو هیوادونو سره هم راکړه ورکړه وکړي.

که څه هم افغانستان تر اوسه پاکستاني ترانسپورټي شرکتونو ته د دې اجازه ورکړې ده چې د افغانستان هرې برخې ته مالونه یوسي، خو پاکستان د خپل ګاوندي هیواد هند سره خپلو اړیکو ته په پاملرنې افغان ترانسپوتي شرکتونو ته په ډیره اسانه تر واګه دتللو اجازه نه ورکوي.

د افغانستان او پاکستان د چارواکو ترمنځ په دې مسله ځو ځلې په کابل او اسلام اباد کې خبرې هم شوي خو افغان سوداګرو تل د پاکستان له لارې د سوداګرۍ په برخه کې ددغه هیواد څخه شکایت کوي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعود خونې د چارواکو د وینا له مخې په اوس وخت کې پاکستان تر یو ملیارد ډالرو پورې مالونه د افغانستان له لارې منځنۍ اسیا هیوادونو او په ځانګړي ډول تاجکستان ته صادروي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د نړیوالو اړیکو رئیس اذرخش حافظي امریکا غږ ته وویل، چې منځنۍ اسیا ته په لاره ددغو پاکستاني ترانزیټي مالونو یوه برخه دننه په افغانستان کې په غیرقانوني توګه پلورل کیږي.

اذرخش حافظي وویل، چې د جمهور رئیس غني دا اقدام یو عکس العملي اقدام دی.

ښاغلي حافظي وویل " زه خو دا وایم چې اول خو زمونږ د سیاست بنسټونه له اوله ډیر معقول او د بین المللي نورمونو سره ډیر برابروو ، مونږ هم د ډبلیو ټي او غړي یو پاکستان هم د دې ټولنې غړی دی، زمونږ د هیوادونو ترمنځ باید ښه چلند اوسیږي سرحدونه باید خلاص اوسي. زه دا حرکت د ښاغلي ولسمشر یو عکس العملي حرکت بولم خو دا زمونږ غوښتنه نه ده ".

د ارګ په اعلامیې کې د جمهور رئیس غني له خولې ویل شوي چې پاکستان تل د مېوو په موسم کې د افغان بزګرو ، بڼوالو او سوداګرو د مېوو او مالونو د لېږد په وړاندې خپلې لارې تړلي او په دې ډول یې افغانانو ته میلیونونه ډالره زیان اړاولی دی.

جمهور رئیس غني ویلي، سږ کال د هند صدراعظم سره په دې اړه د خبرو په پایله کې هندوستان له مالیې پرته د هوا له لارې دغه هیواد ته د افغانستان د مېوو د لېږد اجازه ورکړه.

جمهور رئیس غني وویل، موږ په سیمه کې د اقتصادي همکاریو د پراختیا او سوداګرۍ د ودې لپاره کوښښونه کوو او د پاکستان په ګډون د سیمې له هېوادونو څخه مو غوښتنه داده چې په دې برخه کې شته تخنیکي ستونزې حل او د بشپړې همکارۍ زمینه برابره کړي.