BBC
 شاته

افغانستان له خپلې خاورې د پاکستاني موټرو تېرېدل منع کړل

Image copyright AP
Image caption پاکستان څو کاله وړاندې افغانستان کې ناټو ځواکونو پرمخ د سون توکو لېږدولو لاره وتړله

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي؛ وروسته له هغه چې پاکستان د افغانستان سوداګریزو مالونو په ځانګړې توګه مېوو ته له خپلې خاورې د ترانزیت اجازه ورنکړه، دوی هم ټولو پاکستاني موټرو ته چې غوښتل یې ددوی له خاورې تېر شي، د تګ اجازه نه ده ورکړې.

د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ یوه ویاند شاه حسین مرتضوي کابل کې د بي بي سي خبریال احمد شفایي ته وویل؛ افغانستان هڅه وکړه چې د سیمې هېوادونه د ترانزیت او سوداګرۍ په برخه کې نښلوونکي وي.

هغه زیاته کړه، له نورو ګاونډیو هېوادونو سره همکاري روانه ده. د افغانستان د سوداګرو پر مالونو بار چینایی رېل ګاډۍ د افغانستان شمال ته ورسېد او د افغانستان لویدیځ د رېل پټلۍ له لارې ایران سره وصل شو او ټاکل شوې له ترکمنستان نه هرات او د فاریاب اقینې بندر ته د رېل پټلۍ پرانستل شي.

ښاغلي مرتضوي د چابهار بندر پرانستنې ته په اشارې سره وویل؛ پاکستان له افغانستان سره همکاري نه ده کړې چې د اسیا په څلورلاري بدل شي او د افغانستان د مېوو په فصل کې یې خپله پوله وتړله چې د افغانستان سوداګر یې ډېر زیانمن کړل.

هغه وویل، د پاکستان تردې ګام وروسته د افغانستان ولسمشر له هند سره خبرې وکړې او نوې ډیلي هوکړه وکړه چې د افغانستان مېوې له مالیې پرته دې هېواد ته واستول شي.

ښاغلي مرتضوي ټینګار وکړ چې پاکستان د واګې بندر د افغانستان د سوداګرو پرمخ وتړلو او کابل یې د ورته ګام اوچتولو ته اړ کړ. هغه وویل، ټولو پاکستاني موټرو ته چې غوښتل یې مرکزي اسیا ته لاړ شي، د افغانستان له خاورې د تېرېدو اجازه ورنکړل شوه.

هغه وویل، ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ (سنبلې/وږي ۱۸مه) دا موضوع د افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي اوین جینکینس سره کتنه کې اعلان کړه.

ښاغلي مرتضوي ټینګار وکړ چې پر پاکستاني باروړونکو موټرو د افغانستان له خاورې د تېرېدو ممنوعیت خبر ټولو سرحدي بندرونو ته ورکړل شوی.

د افغانستان بازار پر پاکستاني توکو ډېره تکیه لري، خو د افغانستان د ولسمشر مرستیال ویاند وویل؛ کومې ستونزې چې پاکستان ولاړې کړي دي، کابل ورته پر بدیلو بازارونو فکر کړی او اوسمهال د اوړو په برخه کې پاکستان ته اړ نه دی او ټینګار یې وکړ چې نور افغانستان پر وچه چاپېر هېواد نه دی.

هغه زیاته کړه، د کابل ددې پرېکړې په تړاو تراوسه اسلام اباد غبرګون نه دی ښوولی.

هند ته د غني سفر

Image copyright Reuters
Image caption د کابل او ډیلي ترمنځ اړیکې په دې وروستیو کې ډېرې ګرمې شوې دي

مرتضوي وویل، د راتلونکي اونۍ په وروستیو کې محمد اشرف غني د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ هند ته سفر کوي.

ښاغلي مرتضوي زیاته کړه، افغانستان ته د هند لومړۍ جوپه مرستې چې د سلما بند او د افغانستان د پارلمان ودانۍ جوړول او د بیارغونې نورې طرحې وې، ګټې اخستنې ته وسپارل شوې او ټاکل شوې چې د هند دویمه جوپه مرستو په تړاو په دغه سفر کې خبرې وشي.

هغه وویل، په دې سفر کې د پوځي، اقتصادي او امنیتي برخو کې پر مرستو خبرې وشي.