BBC
 شاته

د طالبانو بند کې د استرالیايي استاد کیسه: د افغانستان او پاکستان بېلابېلو سیمو ته یووړل شوو

د طالبانو له بنده د افغانستان امریکايي پوهنتون یوه خوشي شوي استاد ټیموتي ویکس د اسټرالیا رسنیو ته ویلي، د کابو درېیو کلونو بند پرمهال دی او ملګری یې افغانستان او پاکستان کې بېلابېلو سیمو ته وړل شوي وو. نوموړی وايي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرو بیا پیلېدو ته خوشحاله دی.