شاته
یو شمېر نارینه افغان کډوال اندونیزیا کې د "فحاشۍ" په تور نیول شوي
د اندونیزیا دولت ویلي، د ځوانو کډوالو یوه داسې شبکه یې موندلې چې په سرحدي ښار باتم کې په "فحاشۍ" بوخت و. د اندونیزیا د کډوالۍ ادارې ویاند هیرو سانتوسا بي بي سي سره خبرو کې تایید کړې چې ۱۰ کډوال او یو اندونیزیایی اړیکه ټینګوونکی ددې شبکې غړي و.