BBC
 شاته

د روغتیا نړیوال سازمان: ۷ زره افغانان په ایچ ای وي اخته دي

د ډسمبر میاشتې لومړۍ نېټه له ایډز ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ ده. د روغتیا نړیوالې ټولنې ویلي چې په افغانستان کې له ۷ زرو ډېر خلک د اېډز په ناروغۍ اخته دي، خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا شمېرې نږدې درې زره بولي او وايي دا ناروغي د کنترول په حالت کې ده.