BBC
 شاته

د لندن پولیس: بریدګر پخوا هم د "ترهګرۍ په جرم" بندي شوی و.

د لندن پولیسو ویلي چې په دې ښار کې د جمعې د ورځې د برید ترسره کوونکی پخوا په زندان کې د "ترهګرۍ په جرم" بندي شوی و. پولیسو ویلي، دغه کس چې تېره ورځ یې لندن کې په چړو دوه کسان ووژل، ۲۸ کلن دی او نوم یې عثمان خان و. هغه تر برید وروسته د پولیسو په ډزو ووژل شو. د لندن پولیسو دا "ترهګریز" برید بللی دی.