BBC
 شاته

وېسټ انډيز افغانستان ته ټېسټ لوبه کې په ۹ وېکټو ماتې ور کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ وايي د افغانستان او ويسټ انډيز ترمنځ د ټېسټ لوبې په دريمه ورځ ويسټ انډيز په ٩ ويکټو افغان لوبډلې ته ماته ورکړې. افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې ۱۸۷ او په دویمه پاڼۍ کې ۱۲۰ منډې کړې وې او ويسټ انډیز په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۷ منډې کړې وې او په دې توګه افغان لوبډلې ۳۰ منډې هدف اېښی و چې ویسټ انډیز د یوه لوبغاړي په سوځېدلو پوره کړ.