BBC
 شاته

ډونلډ ټرمپ په ناڅاپي سفر کابل ته ولاړ او بګرام کې یې ولسمشر غني سره وکتل

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پنجشنبه ماسخوتن ناوخته په یوه ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر کابل ته رسېدلی. نوموړي په بګرام هوايي ډګر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او هلته مېشتو امریکایي پوځيانو ته یې هم وینا کړې ده. دا افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ لومړنی سفر و