BBC
 شاته

امریکایی سفیر د درې ښځو په جنسي ځورونه تورن شو

درې ښځو د اروپایي ټولنې لپاره د امریکا پر استازي ګورډن سونډلنډ د جنسي ځورونې تورونه لګولي دي. دا تورونه د پورټلنډ میاشتنۍ مجلې او "پرو پبلېکا" رسنیو خپاره کړي او هغه وخت پورې اړه لري چې دی سفیر نه و. ښاغلي سونډلنډ پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او سیاسي یې بللي