BBC
 شاته

بشري حقونو سازمان: د لوګر مدني فعالان خوشې شوي دي

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي چې هغه دوه مدني فعالان یې د بشري حقونو کمیسیون ته سپارلي چې لوګر کې یې د ماشومانو د جنسي ځورونې خبره راپورته کړې وه. دغه فعالان موسی محمودي او احسان الله حمیدي نومېږي چې له څو ورځو نادرکۍ وروسته پرون معلومه شوه چې د ملي امنیت په منګولو کې دي.