BBC
 شاته

د ناکامې کودتا غندلو لپاره د ترکیې ښارونو کې لاریونونه

Image copyright Getty
Image caption د ترکیې په لویو ښارونو کې د دولت په ملاتړ او د کودتا پرضد لاریونونه

په استانبول او نورو ښارونو کې په لوی شمېر خلک د دولت په ملاتړ او د هغو کسانو پرضد شعار ورکولو لپاره لارو ته راوتلي چې د شنبې په شپه یې پر دولت د کودتا هڅه وکړه. ولسمشر او د د ترکیې دولت کابینې له خلکو غوښتي و چې "له دیموکراسي دفاع" لپاره لاریون وکړي.

تېره ورځ هم د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان په غوښتنه زرګونه کسان سړکونو ته راووتل ترڅو د کودتا مخه ونیسي.

ښاغلی اردوغان اوس له امریکا غواړي چې فتح الله ګولن ترکیې ته وسپاري. د ترکیې دولت دغه مذهبي څېره تورنه کړې چې د ناکامې کودتا سمبالوونکی و. ښاغلی ګولن تا تور رد کړی. هغه د تېر جمعې شپې کودتا غندلې ده.

امریکا ویلي چې د فتح الله ګولن بېرته سپارلو باندې غور کولی شي، خو لومړی باید ترکیه ددې تور په اړه د باور وړ اسناد وړاندې کړي.

هغه مهال چې کودتا روانه وه، سپینې ماڼۍ په یوه بیانیه کې وویل، امریکا د ترکیې دولت ته چې په دیموکراتیک ډول ټاکل شوی، د ټولو ډلو د درناوي غوښتنونکی دی.

Image caption اردوغان یوه شپه وړاندې هم له یوې ټلویزیونې شبکې سره په خبرو کې له خلکو وغوښتل لارو کوڅو ته راووځي او د کودتا مخنیوی وکړي.

د شنبې په ورځ او وروسته له هغه چې د ترکیې دولت د چارو واګې بېرته خپلې کړې، نژدې ۳۰۰۰ پوځیان یې ونیول او د نژدې ۲۷۰۰ قاضیانو دندې یې وځنډولې.

د راپورونو له مخې، د ترکیې یو شمېر جنرالان هم نیول شوي دي.

د ترکیې لومړي وزیر بن علي ییلدیریم د کودتا دا طرحه "د ترکیې پر دیموکراسۍ تور ننګین داغ" بللی دی.

د جمعې په ماښام په استانبول او انقره کې د چاودنو له غږونو، ډزو او په ټیټه ارتفاع کې د چورلکو ټیټو الوتنو په پام خبریالانو د غیر عادي وضعیت خبر ورکړی و.

رسمي چارواکي وایي، ددغه کړکېچ په لړ کې ۱۶۱ ملکي خلک او پولیس او همداراز د کودتا ترسره کوونکي ۱۰۴ سرتېري وژل شوي دي.

Image copyright Getty