شاته

هغه کس نیول شوی چې سپینې ماڼۍ ته یې د ننوتلو هڅه کوله

په سپینې ماڼۍ کې چاروکي وایي هغه کس یې نیولی دی چې هڅه یې کوله سپینې ماڼۍ ته ننوځي.

د ولسمشر دونالډ ټرمپ د ساتونکو څانګې په خپل ټویټر کې د پنجشنبې په ورځ (نومبر۲۱) لیکلي دي چې یوه سړي هڅه کوله چې سپینې ماڼۍ ته داخل شي.

وايي یو حکومتي موټر د سپینې ماڼۍ انګړ ته د ننوتلو په حال کې وو چې دغه سړي ورپسې سم د ننوتلو هڅه وکړه. وايي مخفي پولیسو سمدستې نیولی او بندي کړی یې دی.

لا د دغه سړي هویت معلوم نه دی او نه هم ویل شوي دي چې دا پېښه کله شوې ده.

تر دې مخکې ځینو نورو کسانو د سپینې ماڼۍ انګړ ته د ننوتلو هڅې کړې وې چې پولیسو نیولي او بندي کړي دي.

د سپینې ماڼۍ ودانۍ د واشنګتن ډي سي په زړه کې ده چې چارچاپېره يې کلک امنیتي تدابېر نیول کیږي. دغلته ولسمشر ټرمپ، مرستیال او نور مهم مشاوران یې کار کوي.