شاته

طالبان د ۲۰۱۸ کال تر ټولو "خونړۍ ترهګره ډله" وګڼل شوه

د نړیوال تروریزم د تازه درجه بندۍ په اساس وسله وال طالبان په ۲۰۱۸م کې د نړۍ تر ټولو خونړۍ ترهګره ډله وه.

د نړیوال تروریزم د درجه بندی په اساس په ۲۰۱۸ کې د طالبانو بریدونه ۷۱ سلنه زیات شوي وو چې په ټولې نړۍ کې د ترهګرۍ په پېښو کې د وژل شویو کسانو ۳۸ سلنه جوړوي. طالبان په دغه کال کې د ۶۱۰۳ کسانو د وژلو مسول ګڼل شوي.

د استرالیا په سدني کې د اقتصاد او سولې انستیتوت د چهارشنبې په ورځ (نومبر۲۰) د دغې تازه سروې شمېرې خپرې کړې.

د داعش ډله په طالبانو پسې دویمه خونړۍ ترهګره ډله یاده شوې ده چې تر ډېره په عراق او سوریې کې فعالیت کاوه. وايي د داعش ډلې په ۲۰۱۸ کې ۱۳۲۸ کسانو مسؤله ګڼل شوې او د دوی له لورې د وژل شویو کسانو سلنه ۷۰ ته ښکته شوې ده، په داسې حال کې چې همدغې ډلې بیا په ۲۰۱۷ کې۴۳۵۰ کسانو د وژلو مسوله بلل شوې وه.

د داعش د خراسان څانګه په نړیواله کچه څلورمه ترهګریزه خونړۍ ډله یاده شوې ده. وايي دوی په ۲۰۱۸ کې د شاوخوا ۱۰۰۰ ترهګریزو فعالیتونو مسولیت په غاړه لري. دغې ډلې په افغانستان کې د یو شمېر خونړیو بریدونو مسولیت هم اخیستی دی چې ډېر شمېر افغانان په کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

د نړیوال تروریزم د شاخص د معلوماتو په اساس له ۲۰۱۴ راپدیخوا په ترهګریزو بریدونو کې د وژل شویو کسانو شمېره ۵۲ سلنه کمه شوې ده. وايي په ۲۰۱۴ کې ترهګرو ډلو ۳۳۵۵۵ کسان وژلي وو خو په ۲۰۱۸ کې بیا دغو ډلو ۱۵۹۵۲ کسان وژلي دي.

دغه معلومات ښيي چې په عمومي ډول په ترهګرۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر ۱۵سلنه کمه شوې ده چې لوی علت یې په سومالیا کې د داعش ډلې پر ضد بریدونه او په عراق او سوریې کې د داعش ډلې ماتول ښودل شوي دي.

دا تازه فهرست داسې مهال خپریږي چې د ملګرو ملتونو د راپور په اساس په افغانستان کې د روان کال په نهو میاشتو کې ۲۵۶۳ ملکیان وژلي شوي او ۵۵۷۶ نور کسان ژوبل شوي دي. د ملکي تلفاتو ډېره برخه د وسله والو طالبانو د بریدونو له کبله وژل شوي.

په همدې حال کې په امریکا کې د یوې څیړنیزې ادارې د نظر پوښتنې پایلې ښيي چې افغانستان په ۲۰۱۸ کال کې د نړۍ تر ټولو نا امنه هېواد و.د ګالوپ څیړنیزه اداره وايي چې دوی د نړۍ په ۱۴۲ هېوادونو کې ۱۵۲۰۰ کسانو سره د خبرو او مرکو په اساس دغو پایلو ته رسیدلي. دا څېړنه د نومبرپه اومه خپره شوه.