شاته

د سرېلانکا ولسمشر خپل ورور صدراعظم وټاکه

د سریلانکا نوي منتخب ولسمشر"ګوتابایا راجاپاکسا" د چهارشنبې په ورځ (نومبر۲۰) خپل ورور د خپل حکومت نوی صدراعظم اعلان کړ.

ټاکل شوې چې د ولسمشر ورور مهیندا د پنجشنبې په ورځ د نوي صدراعظم په توګه لوړه وکړي.

مهیندا دوه دورې د سریلانکا ولسمشر پاتې شوی. دغو دواړو وروڼو په سرېلانکا کې د تامیل پړانګانو په ماتولو کې مهم رول لوبولی وو او همدا علت دی چې لا هم په خپلو خلکو ډیر ګران دي. تامیل پړانګان د حکومت پر ضد جنګېدل او ازادي یې غوښتله.

مخکني صدراعظم "رانیل ویکریمسنګ" په ټاکنو کې له ماتې وروسته استعفا وکړه. د نوي حکومت یو ویاند وویل چې ۷۴ کلن ولسمشر راجاپاکسا به د خپل کشر ورور مهیندا په لاس لوړه کوي.

د دوی دوه نور وروڼه باسیل او چامال هم سیاستوال دي. وايي د لوړې تر مراسمو وروسته به نوې کابینه غوره او اعلان کړل شي. مهیندا د خپل ورور د ولسمشرۍ پر مهال د دفاع وزیر و.

د صدراعظم په توګه د خپل ورور په ګمارلو سره د ډېرو په باور ولسمشر په واک باندې نورې هم منګولې ښخې کړي.