شاته

پنتاګون: ایران طالبانو ته وسله، روزنه او مالي مرسته ورکوي

د امریکا د دفاع وزارت وایي چې ایران په افغانستان کې د امریکا او لویدیځو هیوادونو د کمزوري کولو لپاره د طالبانو وسله والې ډلې سره مرسته کوي.

پنتاګون په خپل نوي خپور شوي راپور کې ویلي دي سره له دې چې طالبان په پوره توګه د ایران پیروي نه کوي خو دواړو د "ګډ دښمن" پر ضد د مبارزې لپاره د یو بل ملا تړي.

راپور زیاتوي چې ایران د حزب الله ډلې سره د نورو ډلو په پرتله ډیره همکاري لري خو طالبان هم په سیمه کې د ایران سیمه ایزو اهدافو پر مخ وړلو لپاره کار کوي. ددغه راپور پر اساس، ایران د طالبانو سره په همکارۍ کې د امریکا او لویدیځ د ځپلو تر څنګ دوه نور اهداف هم لري: یو دا چې د داعش ډلې سره مبارزه وکړي او بل د سولې وروسته د افغانستان راتلونکي حکومت کې ونډه ولري.

په دغه راپور کې راغلي:" تهران د طالبانو بیرته واک ته رسولو ته لیواله نه دی خو غواړي چې پر دغې ډلې کې خپل نفود وساتي."

د ایران او طالبانو اړیکو په تیرو کلونو کې ګڼې لوړې ژورې درلودې. سره له دې چې ایران د طالبانو حکومت په ۹۰مې لسیزې کې په رسمیت نه و پیژندلی خو دغه راپور زیاتوي چې ایران لږ تر لږه له ۲۰۰۷ راهیسې په منظمه توګه د طالبانو ننګه او مرسته کوي.

ایران تر اوسه ددغه راپور په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی خو پخوا یې له طالبانو سره د همکارۍ راپورونه د امریکا یوه تبلیغاتي جګړه بللې وه.

د ایران سربیره پاکستان او روسیه هم د افغانستان په ناامنیو کې په لاس لرلو او طالبانو سره په مرستې تورن دي.