شاته

افغانستان کې په یوې خیریه موسسې د داعش څخه د ملاتړ په وجه بندیز ولگید

د امریکا د مالیې وزارت په افغانستان کې میشت د "نجات ټولنیز خیریه سازمان" باندې د داعش ډلې ته د مرستو د راټولولو په خاطر بندیز ولگاوه.

د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د معلوماتو په بنسټ دغه سازمان د خیریه کمکونو په نامه د داعش ډلې ته د پیسو ټولولو او انتقالولو زمینه برابروله.

د امریکا د مالیې وزارت همداشان ددغه سازمان د دوو مسؤلینو په وړاندې اقدام کړی دی.

د نجات ټولنیز خیریه سازمان په افغانستان کې د داعش خراسان څانگه له مالي پلوه تمویلوله، مالي کمکونه، تکنالوژي، کالي او نور خدمات یې دغې ډلې ته برابرول.

د امریکا د مالیې وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې د نجات موسسې په ٢٠١٦ کال کې په افغانستان کې د داعش د ډلې د مشرانو د لیدنې کتنې پلان د سلفیانو د توحید په نامه تمویل کړی و.

ددغې موسسې په یو اجرائیه غړی روح الله وکیل باندې چې دغه لیدنه کتنه یې رهبري کړې وه، د ترهگرو سره د همکارۍ یا د ترهگریز عمل د ترسره کولو او یا هم د ترهگرو نه د ملاتړ په دلیل بندیز لگول شوی دی.

ددې موسسې په مدیر "سید حبیب احمد خان" د ترهگرو سره د همکارۍ یا د ترهگریز عمل د ترسره کولو په دلیل بندیز لگول شوی دی. احمد خان اوس په کویټ کې ژوند کوي.

ددغو اقداماتو په نتیجه کې ددغو افرادو سره هر ډول راکړه ورکړه منع شوی او د هغوی ټولې شتمنۍ کنگل شوي دي.

د نجات موسسه همداشان د داعش خراسان د څانگې په استازیتوب په قطر، عربي متحده اماراتو، عراق او د منځني ختیځ په نورو هیوادونو کې اعانې ټولې کړې دي.

د امریکا د متحده ایالاتو د مالیې وزارت د اعلامیې له مخې دغه پیسې بیا د بانکي سیستم له لارې له خلیج نه نورو اسیایي هیوادونو ته انتقال کیدې او بیا د نجات موسسې نمایندگیو په جلال آباد او کابل کې راټولې شوې پیسې ددغې ډلې قوماندانانو ته ورکولې.