شاته

ټرمپ وایي ممکن د استیضاح په تحقیقاتو کې شاهدي ورکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لمړني ځل دا خبره کړیده چې ممکنه ده هغه د استیضاح د تحقیقاتو په ترڅ کې شاهدي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې د دیموکرات گوند د کانگرس غړیو د امریکا د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د روسیې د مداخلې په اړه د ولسمشر ټرمپ د شاهدي په اړه سوالونه کړي و او ویل یې چې ښایي هغه ریښتیا نه وايي.

د ټرمپ د مواخذې پروسه چې د هغه سیاسي مخالفه د دیموکرات گوند لخوا پیل شویده، د ټرمپ نوم د شاهد په توگه په لسټ کې ندی شامل کړی. چې آیا ټرمپ د اوکرین د حکومت نه د جوبایډن او د هغه د زوی په اړه د تحقیقاتو غوښتنه کړي وه او کنه؟

د یادونې وړ ده چې کله د امریکا د ٢٠١٦ کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوران کې د روسیې د ممکنه مداخلې په اړه خاص مفتش رابرټ مولر تحقیقات کول نو ټرمپ ویلي و چې هغه به کانگرس ته شاهدي ورکړي خو وروسته یې یواځې لیکل شوې ځوابونه ورکړل.

ولسمشر ټرمپ د خپلې مواخذې د جریان په اړه په پرله پسې ټویټونه کوي او په هغو ټولو کسانو سخت انتقادونه کوي چې د ټرمپ مخالفه وي.

د کانگرس رئیسې نانسي پلوسي د این بي سي سره په یوې مرکې کې وویل چې ټرمپ د خپلې دفاع هر ډول حق لري چې پکې د استخبارانو کمیټې ته شاهدي ورکول هم شامل دي.