شاته

د ځينو کاندیدانو پلویانو د بدخشان د ټاکنو کمېسیون پر دفتر برید کړی

نن دوشنبه (نومبر۱۸) له غرمې مخکې د بدخشان په مرکز فیض اباد ښار کې د ولسمشریزو ټاکنو د معترضو کاندیدانو یو شمېر طرفدارانو د ټاکنو د کمېسیون پر دفتر برید وکړ.

د بدخشان د پولیسو ویاند ثناءالله روحاني د نومبر پر ۱۸مه «۲۷مه» امریکا غږ ته وویل چې د معترضو کاندیدانو طرفدارانو، چې په اعتراضي شکل یې د ټاکنو د کمېسیون مخکې خېمه وهلې وه، د کمېسیون پر دفتر یې برید کړی.

هغه وايي چې دغو معترضو کسانو د کمېسیون پر دفتر کاڼي ویشتلي او د دفتر د ودانۍ شیشې یې ماتې کړي دي، روحاني وايي معترضین د ټاکنو کمېسیون د دفتر په انګړ کې دي، او پولیس هڅه کوي چې حالات کنترول کړي.

د بدخشان د ټاکنو د کمېسون دفتر مشر فرامرز منګل وايي چې دوی د رایو د صندقونو په ګودام کې د رایو په شمیر بوخت وو، چې د څو کاندیدانو پلویانو یې پر دفتر حمله وکړه، د دفتر شیشې یې ماتې کړي او موټرې یې تخریب کړي دي.

هغه وویل چې دغو کسانو د رایو د بیا شمیرنې مخه نیوله خو کله چې دوی د رایو شمیر پيل کړل پر دفتر یې برید کړی دی.

منګل وايي چې تر اوسه د معترضو کسانو تاوتریخوالی ادامه لري او دوی د صندقونو په ګودام کې بند پاتي دي، هغه زیاتوي چې پولیسو ته یې احوال ورکړی او انتظار کوي چې پولیس حالات کنترول کړي.

اخوا د یکشنبې په ورځ د کندز د ټاکنو پر دفتر هم هغه وخت څلور د هاوان مرمۍ و ویشتل شوې، چې د رایو شمیر بیا پيل شو، په دغه برید کې یو تن وژل شوی دی او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د کندز د پولیسو ویاند انعام الدین رحماني وايي چې د چاردرې ولسوالۍ له خوا د هاوان مرمۍ ویشتل شوي چې په یو کور کې لګیدلي.

هغه وايي چې د دغه کور یو ۱۴ کلن ځوان په دغه چاودنه کې وژل شوی او د دوه ښځو او یو ماشوم په ګډون ۵ تنه ټپیان شوي دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.