شاته

ولې د استرالیا د ښځو د کرکټ پر یوې لوبغاړې بندیز ولګېده؟

د استرالیا د ښځو د کرکټ پر یوې ویکټ ساتونکې او منډه جوړوونکې لوبغاړې ایملي سمیت باندې یو کلن بندیز ولګول شو.

ایملي سمیت پر خپل انستګرام باندې تر رسمي اعلان یو ساعت مخکې د خپلې لوبډلې د لوبغاړو نومونه خپاره کړي وو.

ایملي سمیت د آسترالیا په تجارتي سیالیو، بګ بش، کې د هابرټ هارېکن له لوبډلې سره لوبیږي چې د دوشنبې په ورځ یې (نومبر۱۸) د سډني تندر له لوبډلې سره تر لوبې مخکې د خپلو لوبغاړو نومونه خپاره کړي وو.

پر هغې د لګول شوي یو کلن بندیز نهه میاشتې مشروطې دي، په دې مانا چې هغه به درې میاشتې بیخي لوبې نشي کولی او نهه میاشتې نورې به په مشروط ډول لوبې کوي چې بیا داسې کومه تېروتنه ونکړي.

په کرکټ کې تر رسمی اعلان مخکې د لوبغاړو د نومونو خپرول شرط ایښوونکو (قماربازانو) ته د لوبډلو په اړه معلومات په لاس ورکوي او دا کار د دې زمینه برابروي چې هغوی پر لوبو شرطونه وتړي. د کرکټ نړیواله شورا دا کار د قانون خلاف بولي.

د آسترالیا د کرکټ د فساد ضد څانګه وايي چې ایملي سمیت قصدآ دا کار نه دی کړی، خو بیا هم هغې ته سزا ورکړل شوه چې د کرکټ نورو لوبغاړو ته د عبرت درس شي.