شاته

سیاسي مخالفین د یووالي په درشل کې؛ عبدالله او حکمتیار د رأیو بیا شمېرنه تحریم کړې

د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او هم‌پالنې او د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ډلې وايي، د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه یوشان نظر لري.

سیاسي مخالفین د سیاسي یووالي په درشل کې؛

د افغانستان د انتخاباتو د کړکېچ په دوام، تېره شپه د ثبات او هم‌پالنې انتخاباتي ډلې مشر عبدالله عبدالله د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ډلې د مشر ګلبدین حکمتیار کور ته ورغلی او خبرې یې کړې دي.

عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار د وروستیو ټاکنیزو لانجو په اړه یو شان نظر لري
عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار د وروستیو ټاکنیزو لانجو په اړه یو شان نظر لري

ښاغلي عبدالله په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې دواړه لوریو د ولسمشرۍ پر انتخاباتو، د افغانستان په وروستیو سیاسي بدلونونو او ستونزو بحث کړی دی.

اوس د دې انتخاباتي ټکټونو غړي وايي، دواړه ټیمونه د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه یوشان نظر لري.

د حزب اسلامي ګوند د مشرتابه شورا غړي همایون جریر د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د عبدالله عبدالله او ګلبدین حکمتیار په کتنه کې د انتخاباتو د وروستي کړکېچ په علاج بحث شوی دی، خو ښاغلی جریر په دې اړه ډېر جزیات نه ورکوي.

هغه زیاته کړه: "تر اوسه د دواړو ټیمونو ترمنځ د ایتلاف په اړه بحث شوی نه دی، مګر یو ټکی روښانه دی چې د ثبات او هم‌پالنې او د سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ډلې د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه یو نظر لري. "

د ثبات او هم‌پالنې او سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ډلو په ولایتونو کې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر تحریم کړی او خبرداری یې ورکړی، که رأی شمېرنه دوام وکړي، دوی به له نورو لارو ګټه واخلي.

د ثبات او هم‌پالنې انتخاباتي ډله وايي، په انتخاباتو کې د روڼتیا او د درغلۍ د مخنیوي لپاره د ښاغلي عبدالله او ګلبدین حکمتیار د انتخاباتي ډلو ترمنځ فکري یووالی شته او دواړه لوري په دې سلا شوي چې د تقلب مخنیوی وکړي.

د دې ډلې یو غړي نورالرحمان اخلاقي ازادي راډیو ته وویل، د دې اړتیا احساسېږي چې دواړه انتخاباتي ټکټونه له دې هم نږدې همکاري ولري.

اخلاقي زیاته کړه: "د اوس لپاره زموږ مشترک هدف د انتخاباتو د قانون او طرزالعملونو پلي کول او له دې مخنیوی دی چې یو متقلب د افغانستان په راتلوونکي حاکم شي، د اوس لپاره همدا مشترک هدف دی، خو نورې موخې هم لروو. "

دا په تېرو دوو اوونیو کې درېیم ځل دی چې د ثبات او هم‌پالنې او سولې او اسلامي عدالت انتخاباتي ډلو مشران یا هم استازي سره ګوري.

دواړو انتخاباتي ټکټونو مخکې له دې د رایو د بیا شمېرنې او تفتیش بهیر تحریم کړی و.

ښاغلي عبدالله پرون د انتخاباتو خپلواک کمېسیون ته خبرداری هم ورکړ، که د رایو بیا شمېرنه و نه دروي، په افغانستان کې د بحران د راتلو مسوولیت به یې پر غاړه وي.

عبدالله عبدالله چې په روانو ولسمشرۍ انتخاباتو کې د جمیعت اسلامي ګوند کاندید دی، دغه شان یې د اعتراضونو د پیل په اړه خبرداری ورکړ، خو د دې ګوند اجرائیه ريیس عطامحمد نور یې په ځواب کې په خپله رسمي فیسبوک‌پاڼه لیکلي، هیڅوک نه غواړي چې لارو کوڅو ته را ووځي او نه دې هم څوک دا ډول فکر کوي.

د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور
د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون بیا د ښاغلي عبدالله د څرګندونو په غبرګون کې ویلي، خپل کارونه د قانون او جوړ شویو طرزالعملونو پر بنسټ مخ‌ته وړي او که چېرې د دوی د کارونو مخه نیول کېږي، د حکومت مسوولیت دی چې په دې برخه کې مداخله وکړي.