شاته

کابل کې د لاسي بمونو برید څلور ملي اردو ټپیان کړي ـ رحیمي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي، نن سهار ۷ بجې او ۳۰ دقیقې د کابل ښار په نولسمه امنیتي حوزه کې د لاسي بمونو برید د ملي اردو څلور سرتېري او یو ملکي وګړی ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي نن دوشنبه د نومبر پر۱۸مه «د لړم۲۷مه» ویلي، چې دغه برید په ډسپیچري سیمه کې 'KMTC' کمپ ته نژدې شوی دی.

ښاغلي رحیمي ویلي: "د دوو لاسي بمونو د غورځېدو له امله څلور د ملي اردو سرتېري او یو ملکي وګړی ټپیان کړي دي."

پر همدې مهال د افغانستان دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان هم ویلي،چې په دغه برید کې د ملي اردو څلور سرتېري برسیرن ټپیان شوي دي.

نوموړي ویلي:"ناڅرګند کسان چې موتر کې ناست و، د 'KMTC' تعلیمي مرکز لومړي قراول باندې د لاسي بمونو برید کړی دی."

'KMTC' کمپ یا د افغان ملي اردو د ټرېننګ مرکز د کابل ښار ختیځ لور ته جلال اباد ته پر خځېدلې لار موقعیت لري.

د کورنیو چارو وزارت پخپلو لومړنیو معلوماتو کې یاد برید ځانمرګی بللی و.

تر دا مهاله د دغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده، چې تېره اونۍ د نومبر پر ۱۳مه هم د کابل ښار په پنځلسمې امنیتي حوزه کې موټر بم برید ۱۲ تنه ووژل او ۲۰ نور یې ټپیان کړل.

د کورنیو چارو وزارت د چارواکو په وینا دغه موټر بم برید د "GARDAWORLD" په نوم د یوې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ پر موټر شوی و، چې په ټپيانو کې د یادې کمپنۍ څلور بهرني امنیتي ساتونکي هم شامل و.

په کابل کې پر افغان ملي اردو د لاسي بمونو دغه برید پر داسې مهال کېږي، چې په کابل کې د امریکا د سفیر په وینا د انس حقاني او دوو نورو طالبانو تبادله د کابل او لوګر د تېرې اونۍ د ځانمرګو بریدونو له امله ځنډېدلې ده.