شاته

چین له افغانستان څخه د امریکا په وتلو اندېښنه لري- افشا شوي اسناد

د چین دولتي اسناد چې تازه بربنډ شوي د افغانستان نه د امریکایي سرتیرو د وتلو او پدې هیواد کې د یاغیگرۍ د پراخیدو په خاطر د چین د جمهور رئیس د اندیښنې او ډار څرگندونه کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې چې دغه ۴۰۳ پاڼې اسناد یې خپاره کړي د چین د جمهور رئیس شی جینپینگ له قوله لیکلي چې د چین په شین ژیانگ کې د سخت دریځۍ او یاغیگرۍ سرچینه افغانستان او سوریه دي.

ښاغلي شي جینپینگ ویلي: "د افغانستان نه د امریکایي سرتیرو له وتلو وروسته په افغانستان او پاکستان کې میشت تروریستي سازمانونه سمدستي په مرکزي اسیا کې نفوذ کولای شي. د ختیځ ترکستان ترهگر چې په افغانستان او سوریه کې یې د جگړې عملي زده کړې کړي، هر وخت کولای شي په شین‌ژیانگ کې ترهگریز بریدونه وکړي."

ددغو اسنادو زیاته محتوا د جمهور رئیس شي جینپینگ ویناوې او سپارښتنې دي چې چینايي مقاماتو ته یې شین‌ژیانگ ته له سفر په ترڅ او وروسته له هغې کړي دي. د چین جمهور رئیس په ٢٠١۴ کې د ریل گاډي پر یوې پټلۍ باندې د ایغوري سخت دریځو له برید وروسته چې ٣١ کسان په کې ووژل شول د شین‌ژیانگ ناامنه ولایت ته سفر کړی و.

رپوټ وایي چې شي جینپینگ دغه ولایت ته د سفر په ترڅ کې چینایي مقاماتو ته امر کړی و چې: "په ټول ځواک او د ټولو دولتي ارگانونو نه په استفادې د تروریزم او جلاغوښتونکو نفوذي کسانو پر ضد مبارزه وکړي او هیڅ ډول رحم ونه کړي".

ښاغلي جینپینگ خبرداری ورکړی و چې په افغانستان او سوریه کې ناامنۍ کیدای شي په چین کې د خطرونو د رامنځ ته کیدو د زیاتوالي سبب شي. د هغه په استدلال "ایغوریانو سوریې او افغانستان ته سفرونه کړي او د بیرته راتگ وروسته پخ شین ژیانگ کې د خپلواکۍ غوښتنې له داعیې نه به چې هغوی یې ختیځ ترکستان او خپل ابوي ټاټوبی گڼي دفاع وکړي".

نیویارک ټایمز رپوټ ورکوي چې دغه اسناد د "چین د سیاسي دستگاه یو غړي" بربنډ کړي، خو د منبع په اړه یې زیات جزییات ندي ورکړي.

د ملگرو ملتونو سازمان ویلي چې د چین حکومت څه دپاسه یو میلیون ایغوریان او نور مسلمان اقلیتونه د اجباري کار په کمپونو کې بندیان کړي دي.

د چین حکومت د ایغوریانو او نورو مسلمانانو پر وړاندې هر ډول بد چلند رد کړی او ادعا یې کړې چې د شین ژیانگ مسلمانانو ته "د حرفه یي زده کړو په مرکزونو" کې نوي مهارتونه ورزده کوي چې له دې لارې د اسلامي سخت دریځۍ او جلاغوښتنې سره مبارزه وشي.

د رویترز اژانس وایي چې تر اوسه د چین د بهرنیو چارو وزارت د دولتي بربنډ شویو اسنادو په هکله پوښتنو ته ځواب ندی ویلی.