شاته

پمپیو: د ایراني مظاهره کوونکو ننګه کوو

په تهران او یو شمیر نورو ښارونو کې د مظاهرو په ترڅ کې دوه کسان وژل شوي دي.

له تیریو دریو ورځو راهیسې په ایران کې د تیلو بیې لوړیدو له کبله د حکومت ضد مظاهرې پیل شوې دي.

د نوې بیې له مخې په هر لیتر تیلو کې د امریکايي ډالر ۱۳ سنټ (شاوخوا شپږ افغانۍ) لوړوالی راغلی.

د ایران د دولت د تصمیم له مخې د یو لیتر تیلو بیه د لسو زرو ریالو څخه پنځلس زرو ریالو ته لوړه شوې او هر شخصي موټر په یوه میاشت کې کولای شي یواځې ٦٠ لیتره تیل ترلاسه کړي.

که ددغې ځیرې څخه د تیلو اخیستل واوړي د هر لیتر په بیه کې ٣٠ زره ریاله زیاتیوالی راځي. دا په ایران کې دننه اول ځل دی چې د تیلو بیه پنځوس فیصده لوړیږي.

د امریکا لخوا د ایران په مرکزي بانک او نورو شرکتونو باندې د اقتصادي بندیزونو لګول وروسته د خامو تیلو صادرات کم شول او ددې سبب شو چې د عوایدو پوره کیدو لپاره په تیلو بیې لوړه کړي.

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي د یکشنبې په ورځ د حکومت لخوا د تیلو د بیې لوړیدو له پریکړې هرکلی وکړ او لاریون کوونکي یې غله وبلل چې عامه شتمنیو ته اور اچوي.

خامنه يي وايي "د بانک سوځول د خلکو کار نه دی، هغه د غلو کار دی".

د ایران مذهبي رهبر چې په حکومتي تلویزیون کې یې خبرې خپریدې وايي مظاهره کوونکي د انقلاب ضد او د ایران د بهرنیو دښمنانو لخوا لمسول شوي دي.

بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون په فارسي ژبه لیکل شوي ټویټ کې ویلي چې امریکا د ایران د حکومت ناوړه ګټې اخیستو په برخه کې چوپه خوله نه پاتې کیږي، د ایرانیانو غږ اوري او ملاتړ یې کوي.

پمپیو وايي "د ایران ویاړلي خلک د حکومت ناوړه ګټې اخیستو پر وړاندې چوپه خوله نه کښیني، موږ هم چوپه خوله نه کښینو، زه د ایران خلکو ته پیغام لرم، د امریکا متحده ایالت ستایو غږ اوري".

پمپیو: د ایراني مظاهره کوونکو ننګه کوو
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:22 0:00

په ایران کې د روانو مظاهرو په ارتباط په متحده عرب اماراتو کې د امریکا سفیر وايي دوئ په ایران کې د رژیم بدلون نه غواړي، بلکې غواړي چې ایرانیان د خپلې راتلونکې په هکله په خپله پریکړه وکړي.

په متحده عربي اماراتو کې د امریکا سفیر جان رکالتا وايي "فکر کوم خلک په تنګ راغلي ځکه يي غږ پورته شوی. هغوئ آزادي غواړي. هغوی د نړۍ آزاد بازار ته لاس رسی غواړي. زه باور لرم چې ایرانیان د یو ملت په توګه ډیر سیال خلک دي او باید له نړۍ سره ونښلول شي. تاسو چې اوس کوم پرمختګ وینۍ د هغوی خپل خلک ورته وايي چې بدلون غواړي، امریکا سره دې کښیني، مذاکرات دې وکړي دا به ټولو ته ګټه ورسوي".

اکثره ایراني سیاسي ډلو او فعالین د تیلو بیو په لوړیدو اندیښنه ښودلې ده او ویلي چې دا کار به عام ولس سخت زیانمن او لوی مالي بحران به رامنځ ته کړي.

نړیوال پولي صندوق وړاندوینه کړې چې د ایران اقتصاد ښایي په روان کال کې نهه فیصده راټیټ شي، ځکه د امریکا د متحده ایالاتو له لورې پدې هیواد باندې بندیزونه د تیلو صادرات چې د ایران د عایداتو اصلي منبع ده، بندوي.