شاته

د چک جمهوريت خلک نن د مخملي انقلاب دېرشمه کلیزه لمانځي

د چک جمهوريت خلک نن، د نوامبر په ۱۷مه، د خپل مخملي انقلاب دېرشمه کلیزه لمانځي.

په پخوانۍ چکسلواکیا کې مخملي انقلاب له کمونیزمه ډیموکراسۍ ته ستر ګام بلل کېږی چې په سوله ییزه فضا کې واخیستل شو.

د پخوانۍ چکوسلواکیا خلکو د ۱۹۸۹ میلادي کال د نوامبر په ۱۷ مه نېټه په پراخو لاریونونو خپل مخملي انقلاب پېل کړ او د کال تر پایه یې دوام وکړ.

د دې بریالي انقلاب په پایله کې په پخوانۍ چکسلواکیا کې تر ۵۰ کلونو وروسته اول وار ازادې ټاکنې وشوې او واسلاو هاول ولسمشر وټاکل شو.

پخوانۍ چکسلواکیا په سوله ییز ډول په ۱۹۹۳میلادي کال کې په دوو خپلواکو جمهوریتونو، چک او سلواکیا وویشل شوه.

د چک جمهوريت له بېلابېلو ښارونو نږدې ۲۰۰ زره کسانو پرون د پراګ ښار په یوه لوی پارک، لېتنا کې سوله ییز اعتراض وکړ.

هغوی د واکمن دولت پر ضد له اعتراضه ډک شعارونه ورکول.

یو شمېر هغو کسانو هم خبرې وکړې چې په ۱۹۸۹ میلادي کال کې یې د مخملي انقلاب پلویانو ته ویناوې کړې وې.

اعتراض کونکو د چک جمهوریت ناست صدراعظم، اندرې بابېش په اداري فساد کې په لاس درلودلو تورن کړ.

هغوی د چک جمهوریت او د اروپايي اتحادیې بیرغونه رپول او نارې یې وهلې چې اندرې بابېش ډېموکراسۍ ته ګواښ دی.

د پرونۍ لاریون تنظیمونکی میکولاش مینار رسنیو ته وویل: "مونږ داسې سیاستوال غواړو چې ډیموکراتیکو اصولو او بنسټونو ته درناوی ولري، داسې کسان چې دروغ ونه وايي، اختلاس ونه کړي، خلک تهدید نه کړي او متضادې ګټې ونه لري."

اندرې بابېش د چک جمهوریت له پېژندل شویو میلیاردرانو دی.

هغه د صدراعظم پر چوکۍ تر ناستې وروسته په دې تورن شو چې شخصي ګټې یې له ملي ګټو سره په تضاد کې دي.

اندرې بابیش لږترلږه له اروپايي اتحادیې سره د شخصي ګټو د تضاد په مسئله کې تر څېړنې لاندې دی.

خو هغه ټینګار کوي چې غیر قانوني کار یې نه دی کړی او له واکه د لرې کېدو دلیل نه لري.

خو په پراګ کې اعتراض کونکو ویل چې صدراعظم او ولسمشر دواړه د کار خلک نه دي.

د چک جمهوریت اوسېدونکې، دانانیمکووا چې په ۱۹۸۹ میلادي کال کې یې په مخملي انقلاب کې ګډون درلود او پرونۍ اعتراضي جلسې ته وویل: "بل وار باید د د رأیو مرکزونو ته د تګ په وخت کې هوښیار و اوسوو، مونږ داسې دولت نه شو منلای چې د تجارتي شرکت په څېر کار کوي، پر رسنیو محدودیت لګوي، سانسور زیاتوي او د غلا فضا یې جوړه کړې."