BBC
 شاته

ټاکنو کمېسیون وايي، د جنجالي رایو بیا شمېرنه بېرته پیلوي

د ټاکنو کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وویل، د ټاکنیزو ډلو له استازو سره دې پرېکړې ته رسېدلي چې د جنجالي رایو د بیا شمېرنې بهیر پیل کړي. د دغه کمېسیون مرستیال او کمېشنر عصمت الله بي بي سي ته وویل چې دغه پرېکړه یې د نوماندانو تخنیکي ډلو ته له نسبي قناعت ورکولو وروسته کړې.