شاته

د افغانستان جمهوري ریاست: د بندیانو تبادله ځنډیدلې ده

د افغانستان جمهوري ریاست اعلان وکړ چې د حقاني شبکې او طالبانو درې لوړپوړي غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید لاهم د افغانستان د حکومت سره بندیان دي.

پدې وروستیو ورځو کې ددغو بندیانو د تبادلې، خوشې کولو او بیرته د بگرام زندان ته د هغوی د انتقالولو ضد او نقیض رپوټونه خپاره شوي وو، خو د افغانستان دولتي مقامات تر اوسه پدې هکله چپ پاتې وو.

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي اوس ویلي چې د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو سره د طالب بندیانو تبادله "ځنډیدلې" او دلیل یې د طالبانو له لورې د "شرایطو نه مراعت کول" دي.

ښاغلي صدیقي په هغه پیغام کې چې په پخل فیسبوک یې خپور کړی لیکلي دي: "د حقاني درې لوړپوړي غړي انس حقاني، مالي خان او حافظ رشید لاهم د افغانستان د دولت په زندان کې دي. د طالبانو له لورې د شرایطو نه مراعت کول د تبادلې د پروسې د ځنډ سبب شوي دي."

د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند زیاته کړې: "د افغانستان دولت د تبادلې په پروسه بیا غور کوي او د هیواد د گټو او مصالحو په رڼا کې به اقدام وکړي."

خو ښاغلي صدیقي دا ندي ویلي چې د طالبانو ډلې کوم پدې هکله شرایط ندي مراعت کړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ویلي وو چې د طالبانو او حقاني شبکې دغه درې غړي "په مشروطه توگه" خوشې کیږي، خو ددغو شرایطو جزییات رسنیو ته ندي ورکړل شوي.

ټاکل شوې وه چې دغه بندیان د افغانستان د امریکایي پوهنتون د دوو استادانو سره چې په ٢٠١٦ کال کې طالبانو یرغمل کړي تبادله شي. پدې وروستیو کې د طالبانو یو ویاند امریکا د بندیانو د تبادلې د گډوډیدو پړه پر امریکا واچوله.

ددې ډلې ویاند رسنیو ته وویل چې بندیان هغه ځای ته انتقال نشول چې ټاکل شوی وه تبادله شي. هغه وویل چې ددې تبادلې نه ترسره کیدل طالبانو ته روښانه نده او زیاته یې کړه چې د امریکایي پوهنتون استادان یو "مصؤن ځای ته" انتقال شوي دي.