شاته

"د ټاکنو کمېسیون بهرني غړي او یوناما د کمېسیون پر ستونزو غلي دي"

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون غړی مولانا عبدالله د دغه کمېسیون بهرني غړي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت (یوناما) د انتخاباتو په تړاو په چوپتیا تورنوي.

ښاغلي عبدالله د شنبې په ورځ (عقرب ۲۵مه) په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د هغو مسایلو په اړه چې د ټاکنو کمېسیون کې د لوایحو خلاف ترسره کېږي، د انتخاباتو د کمېسیون دوو بهرني غړو او د یوناما او د ملګرو ملتونو پراختیا پروګرام (یو ان ډي پي) خاموشي د پوښتنې وړ ده.

هغه وویل: "سره له دې چې په ورځو بحثونه کېږي، که دا دوه کمېشنران د لارښوونې او ددې لپاره دي چې خپلې پخوانۍ تجربې شریکې کړي، مهرباني دې وکړي ودې وايي چې ستاسو دغه کار په دغو دلایلو غلط دی او دا کار مو سم دی. ددوی اووه میاشتنۍ چوپتیا د هغه کار په تړاو چې موږ احساسوو په ناسمه روان دی او اسناد یې لرو، د لوایحو خلاف دي او زموږ لپاره د پوښتنې وړ دي."

ښاغلي عبدالله وویل، هغه ستونزې چې د ټاکنو په کمېسیون کې شته، د یوناما او یو ان ډي پي له خوا ورته انعکاس نه ورکول کېږي او یا هم سرچپه انعکاس ورکول کېږي.

د ټاکنو کمېسیون دغه غړی وايي، دی به د خپلو ادعاوو په اړه ملګرو ملتونو او د د ټاکنو کمېسیون مالي ملاتړو هېوادونو ته اسناد واستوي.

خو د انتخاباتو کمېسیون یوه ویاند علي افتخاري دا د نوموړي شخصي څرګندونې بولي او وايي چې په دې اړه کمېسیون تراوسه پرېکړه نه ده کړې.

ښاغلي افتخاري ازادي راډیو ته وویل، "البته چې دا موضوع جناب مولانا صاحب د خپل شخصي نظر له مخې مطرح کړی."

ښاغلي عبدالله داسې مهال دا خبرې کوي چې یوناما څه موده وړاندې د ټاکنو کمېسیون ته په یوه لیک کې نوموړی د دغه کمېسیون له یوه کارکوونکي سره په بدرفتارۍ او په مرګ ګواښلو تورن کړ. خو مولانا عبدالله دا تورونه رد کړل.