شاته

"انتخاباتي سرغړونو کې ښکېل کارکوونکي به د رأیو بیاشمېرنه او تفتیش نه کوي"

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون خپل هغه کارکوونکي د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون ته ورپېژني چې په یوه ډول یې په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې سرغړونه او تخطي کړې ده.

ددغه کمېسیون د پرېکړې له مخې دا مامورین به د رأیو په بیاشمېرنې او تفتیش کې ونډه ونه لري.

د ټاکنو کمېسیون په یوه پرېکړه لیک کې چې نن (عقرب ۲۵مه) خپور شوی، د کمېسیون دارالانشا ته دنده سپارل شوې چې ددغو کارکوونکو لیست د سه شنبې تر ورځې (عقرب ۲۸مه) برابر کړي.

په دوی کې د هغو محلونو رئیسان شامل دي چې د محلونو رأیې یې د نتایجو په فورمو کې د ستونزو له کبله بیا شمېرلو او پلټنې ته تللي دي.

همدارنګه د هغو محلونو چارواکي او د بیومټریک معلوماتو ثبتوونکي مامورین هم د رأیو په بیا شمېرلو کې له ګډونه منعه شوي چې په کې له بیومټریک پرته رایې کارول شوي، د بیومټریک معلومات یې سم نه دي ثبت شوي، د نتایجو ډیجیټلي فورمې یې ناسمي یا هېڅ نه دي ډکې شوي او د نتایجو د فورمو عکسونه یې نه دي اخیستل شوي.

د هغو محلونو مسئولان هم په کې شامل دي چې د بیومټریک د حافظې کارتونه یې ورک کړي، یا مرکز ته نه دي رسېدلي یا ترې مواد په زوره اخیستل شوي او راپور یې نه دی ورکړی او یا یې په راپورونو کې توپیر موجود دی.

په اعلامیه کې همدارنګه ویل شوي چې د ولایتي چارو هغه رئیسان به هم د رأیو بیا شمېرنه او تفتیش کې برخه ونه لري چې د خپل واک په سیمه کې یې د انتخاباتي سرغړونو، تخلفاتو او جرایمو راپور نه دی ورکړی او یا پخپله په کې یو ډول لاس لري.

دا په داسې حال کې ده چې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون ویاند ذبیح سادات نن ازادي راډیو ته وویل، کمېسیون به د یوشمېر رأیو د بیا شمېرلو او تفتیش د درېدلې بهیر د بیا پیل په اړه نن پرېکړه وکړي.

بل خوا د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیسې هوا عالم نورستانۍ نن یو ځل بیا پر خپل ټویټر لیکلي چې یوازې بیومټریک شوې رأيې به د افغانستان راتلونکی زعیم ټاکي.

د نوموړې په وینا د رأیو په بیا شمېرلو کې به هېڅ ډول تقلب او خیانت ونه شي او څو چې د انتخاباتو د بهیر په اړه څیړنې بشپړې نه شي، لومړنۍ پایلې به اعلان نه شي.

ټاکل شوې وه چې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخاباتو لومړني نتایج نزدې میاشت مخکې اعلان شوې وای، خو دا اعلان له ورځو اونیو او له اونیو میاشتو ته وځنډیده چې لا هم څرګنده نه ده کله به اعلان شي.