شاته

یوناما د کاندیدانو شورا له خوا د بې طرفۍ نه ساتلو تور رد کړ

په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر (یوناما) د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د کاندیدانو د شورا دا تور رد کړ چې ګنې یوناما خپله بې طرفي نه ده رعایت کړې.

د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیدانو شورا په یوه لیک کې ویلي، یوناما د ځینو ځانګړو موضوعاتو په تړاو د خپلې بې طرفۍ په ساتلو کې پاتې راغلې ده.

دې شورا تېره ورځ (نومبر ۱۴مه) یوناما ته په استولي لیک کې ویلي چې ملګري ملتونه باید د خپلو ټاکل شویو اصولو له مخې په ملي او نړیوالو چارو کې خپله بې طرفي وساتي.

په لیک کې ویل شوي چې د کاندیدانو شورا وړاندې هم په شفاهي او کتبي ډول له یوناما غوښتي و چې د تېرو ټاکنو اعتبار او روڼوالي وارزوي، "خو سره له دې چې دا غوښتنه له پامه غورځول کېږي، موږ داسې احساس کوو چې یوناما په څرګنده د یوې ځانګړې ټاکنیزې ډلې د ملاتړ دریځ غوره کوي."

د کاندیدانو شورا دا لیک وروسته له دې ملګروملتو ته استولی چې ملګروملتو د چهارشنبې په ورځ یو وار بیا د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه وغوښتل چې د خپل یوه کمیشنر مولانا عبدالله تورونه په عادلانه ډول وڅېړي.

د یوناما مشر تدامیچې یاماموتو په یوه لیک کې چې د نومبر په ۱۰مه‌یې د ټاکنو کمېسیون رئیسې ته استولی، ښاغلی عبدالله تورن کړی چې د دغه کمېسیون د ډېټابېس مدیر بشیر علي یې په مرګ ګواښلی او د هغه قوم او مذهب ته‌یې سپکاوی کړی.

د یوناما په لیک کې د کمېشنر مولانا محمد عبدالله چلند نا مناسب او د افغانستان د ټاکنو له قانون سره په ټکر کې بلل شوی.

یوناما په خپلې اعلامیه کې دا هم دا اندېښنې وړ مسئله بللې چې دغه لیک رسنیو ته لار ومونده او په وینا یې د ځینو هغو کسانو له‌خوا سیاسي شو چې غوښتل‌یې د دغه لیک متن ناسم وکاروي.

خو مولانا عبدالله پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې په دې اړه‌يې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي ته یو لیک استولی دی.

د کاندیدانو شورا بیا په خپل لیک کې د ولسمشر اشرف غني د ټاکنیزې ډلې غړې او د ولسي جرګې وکیلې شینکۍ کړوخېلې ته منسوب غږ او د مولانا عبدالله په اړه د یوناما لیک ته په اشارې ویلي چې ګواکې یوناما بې طرفي نه ده ساتلې.

په تېرو ورځو کې په ټولنیزو رسنیو کې اغلې کړوخېلې ته منسوب یو غږ خپور شو چې په یوناما کې یې د چینل جوړولو خبره کوله، خو دا غږ تراوسه نه دی تائید شوی.

یوناما د دغه لیک په ځواب کې پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي، "د یوناما له سل په سلو بې طرفۍ او خپلواکۍ مطمئن اوسئ. موږ د خپلواکو ټاکنیزو بنسټونو او پرانستي بهیر ملاتړ کوو، نه د کومې ځانګړي سیاسي ډلې. هرڅوک چې په یوناما کې د چینل جوړولو ادعا کوي، ناسمه ده."