شاته

د رأیو بیاشمېرنې درولو وروسته د ټاکنو کمېسیون له ټاکنیزو ټیمونو سره لیدلي

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د یوشمېر کاندیدانو د اعتراضونو د پای ته رسولو لپاره یې د ځینو انتخاباتي ټیمونو له استازو سره کتلي دي.

ټاکل شوې وه چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لومړني نتایج پرون اعلان شي، خو د معترضو ټیمونو د مخالفت له کبله کمېسیون ونه توانېد چې پر خپله ژمنه عمل وکړي.

د انتخاباتو کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب الرحمن ننګ تېره شپه (عقرب ۲۳مه) ازادي راډیو ته وویل، په غونډه کې د نژدې ۲۴۰ زره رأیو په اړه چې کاندیدان پرې اعتراض لري، انتخاباتي ټیمونو ته وضاحت ورکړل شو.

ښاغلي ننګ زیاته کړه، غونډې د شپې تر ۸ بجو دوام وکړ او د درېیو کاندیدانو عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل استازو په کې ګډون کړی وو.

هغه وویل: "د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له درېیو ټیمونو سره په دې برخه کې هغه واضح تحلیل چې زموږ تخنیکي همکارانو کړی و، هغوی ته وړاندې شو او په مشرح شکل پر دې مواردو بحث وشو."

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، ترڅو چې په ۳۴ ولایتونو کې د ۸۲۵۵ محلونو د رأیو د بیاشمیرنې او تفتیش بهیر بشپړ نه شي، لومړني نتایج به اعلان نه شي.

دا بهیر د چهارشنبې په ورځ (عقرب ۲۲مه) وځنډېد او د انتخاباتو کمېسیون چارواکو ویلي چې د رأیو د بیاشمیرنې او تفتیش بهیر د سیاسي ګوندونو، کاندیدانو او د مدني ټولنو اعتراضونو او اندېښنو ته د یوې حل لارې موندلو په مقصد ځنډول شوی دی.

ښاغلي اخلاقي وايي، د ټاکنو کمېسیون له چارواکو سره د تېرې ورځې په خبرو هېڅ پرمختګ ونه شو او په پام کې ده نن هم دغه خبرې دوام وکړي.
ښاغلي اخلاقي وايي، د ټاکنو کمېسیون له چارواکو سره د تېرې ورځې په خبرو هېڅ پرمختګ ونه شو او په پام کې ده نن هم دغه خبرې دوام وکړي.

په همدې حال کې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټیم د څارنې د برخې مسوول نور الرحمن اخلاقي وايي، په پرونۍ غونډه کې د انتخاباتو کمېسیون له خوا ورکړل شوي معلومات دوی ته قناعت نه شي ورکولای.

ښاغلي اخلاقي آزادي راډیو ته وویل: "تر ټولو اساسي ستونزه د رأیو د ۲۴۲۳ صندوقونو ده. ۱۳۷ زره رأیې چې د مبهمو سرچینو له خوا زیاتې شوي او په دې اړه تراوسه هېڅ راز وضاحت نه دی ورکړل شوی. همداراز د هغو ۱۰۲ زره رأیو په اړه چې له ټاکلي وخته مخکې او وروسته ورکړل شوي او د عکسونو د تفکیک د معیار په اړه هم بحث وشو. خو د پام وړ پرمختګ چې وضعیت بدل کړي، نه دی ترلاسه شوی."

د ثبات او همپالنې ټیم استازي زیاته کړه چې نن جمعه به په یوه بله تخنیکي غونډه کې هم په دې اړه به بحث وشي.

د عبدالله عبدالله، ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل انتخاباتي ډلو او ځینو نورو کاندیدانو په روانه اونۍ کې د رأیو د بیاشمیرنې او تفتیش له بهیر سره مخالفت څرګند کړ.

د ثبات او همپالنې ټیم ویلي دي چې د دې بهیر له پیلېدو مخکې باید د هغو ۳۰۰ زره رأیو برخلیک روښانه شي چې د دوی په وینا بې اعتباره دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د تلې یا مېزان په ۶مه نېټه ترسره شول او په پام کې وه چې لومړني نتایج یې د تلې په ۲۷ مه نېټه اعلان شي، خو دا کار دوه ځلې ځنډېدلی دی.