BBC
 شاته

ایران کې د ګاډو ټکر ۲۴ افغان مسافر وژلي

د افغانستان کډوالو چارو وزارت بي بي سي ته ویلي، د ایران په 'سیستان' ولایت کې د ټکر له کبله ۲۸ کسان وژل شوي چې ۲۴ په کې افغان مسافر دي. ۲۸ نور ټپیان شوي. یاد وزارت وايي، دغه افغانان په قاچاقي ډول ایران ته تللي وو او د پېښې ځای ته له تهرانه د افغانستان د سفارت ځینې چارواکي ورغلي دي.