شاته

اسرایلو په غزې هواېې بریدونه زیات کړې

د اسرائیل جنگې الوتکو د چارشنبې په ورځ (نومبر۱۳ ) په غزې کې د اسلامي جهادي ډلې څوځایونه په نښه کړل. دغه راز د اسلامې جهاد وسله والې ډلی بیا په دویمه ورځ هم په اسرایلو توغندي وار کړي.

دا په تیروڅو میاشتو د جنگ د زیاتیدو نښه ده چې د ختمیدو کومه نښه ېې نه په سترگو کیږې.

تراوسه ٢٦ فلسطنیان وژل شوي چې یو ٧ کلن هلک او دوه ماشومان هم پکې شامل دي.

د ملگرو ملتونو د منځني خیتځ استازي،نیکولې ملادینوف، قاهرې ته تللی چې اود مصر استاځو سره لیدلي چې د اوربند یو لاره برابره کړي، خو تراوسه کوم پرمختگ نه دی شوی.

هغه وویل " زه د فلسطین د اسلامي جهاد ډلې او اسرایلو ترمنځ روانې شخړې په اړه سخت اندیښمن یم، د ملگرو ملتونه اداره لگیا ده چې وضعیت آرام کړي."

د غه جنگ د سه شنبې په ورځ هغه مهال شروع شو کله چې اسرایلو د اسلامي جهاد د وسله والې ډلی یو مهم قومندان او د هغه میرمن دهغوې په کورکې په یو هواېې برید کې ووژل.

اسرایلې چارواکو ویلې چې باها ابوالعطا په اسرایلو څو ځله راکټي بریدونه کړي او پلان ېې درلود چې په زیات شمیر وسله وال د سرحد د لارې اسرائیل ته واړوي.

اسلامي جهاد وسله واله ډله چې د اسرایلو د تباه کولو هوډ ېې کړی او ایران ېې ملاتړ کوي، په ځواب کې لسگونه راکټونه په اسرایلو توغولي دي او ځینې راکټونه تر تل ابیب پورې هم رسیدلي. اسرایلو بیا په ځواب کې په غزې کې هواېې حملې کړې.