شاته

یوناما د انتخاباتو کمیسیون ته: زموږ لیک ته ځواب ووایاست

یوناما د افغانستان د ټاکنو له کمېسیون څخه غوښتي دي چې د هغوی استول شوی لیک دې و ارزوي او خپلې موندنې دې په وخت له یوناما سره شریکې کړي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ (نومبر۱۴) په یوې اعلامیې کې وویل چې د نومبر په ۱۰ نیټه یې د ټاکنو کمېسیون ته لیک استولی دی.

په اعلامیې کې راغلي دي چې د یوناما مشر د ټاکنو کمیسیون ته په خپل استول شوي لیک کې د کمېسیون د یو کمېشنر د ناسم چلند په اړه خبرې کړې او د کمېشنر دا چلند یې د افغانستان د ټاکنو د قانون خلاف کار بللی دی.

یوناما وایي د دغه لیک هدف یې د ټاکنو د کارونو د شفافیت او انتخاباتو د قانون ننګه او درناوی دی.

یوناما په دې اړه اندېښنه ښودلې ده چې ولې یې دا لیک رسنیو ته رسېدلی او ګواکې ځینو هڅه کړې د دغه لیک هدف او محتوا غلط وښيي.

په دغه استول شوي لیک کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی دی راغلي دي چې د ټاکنو یو کمېشنر مولانا عبدالله د ټاکنو د اطلاعاتو د مرکز مشر بشیر علي په مرګ ګواښلی او دهغه قوم او مذهب ته یې سپکاوی کړی.

خو په خپله مولانا عبدالله دا تورونه رد کړي دي او ویلي دي چې دا د یوناما په ناستو کې د ځينو کسانو د غلطو معلوماتو نتیجه ده.

مولانا عبدالله په هغې ویدیو کې چې د افغانستان ملي تلویزون خپره کړې ده وایي: "د ملګرو ملتونو استازي د کمېسیون د مشرې دفتر ته یو لیک استولی دی او ویلي یې دي چې ګني ما خدای مه کړه د چا مذهب، کورنۍ او یا ملیت ته سپکاوی کړی دی، زه دا خبره بیخي ردوم، دا درواغ دي."

نوموړي ویلي دي که یوناما په دې اړه وضاحت ورنکړي، پر ضد به یې حقوقي دعوه وکړي.

خو یوناما وايي چې دوی به د ټاکنیزو ادارو سره خپل بېطرفانه او مسلکي مشورو شریکول روان ساتي.