شاته

ښځې د نارینوو په پرتله ولې زیات ژوند کوي؟

یوه نوي څیړنه ښیي چې د نارینوو په پرتله ښځې زیات ژوند کوي. دا وخت په ټوله نړۍ کې د میرمنو د ژوند کچه ٨١ کاله او د نارینه ٧٦ کاله ده.

دغه تحقیق د امریکا د کیلي فورنیا ایالت د جنوبي کیلیفونیا پوهنتون یو تحقیقاتي ټیم کړیدی.

تحقیقاتي ټیم په ١٣ پرمختلونکي هیوادونو کې د ١٨٠٠ کال نه واخله د ١٩٣٥ پورې د مړو شویو هغه کسانو په اړه معلومات راغونډ کړیدي چې د ۴٠ کلنۍ نه مخکې مړه شویدي. دغه تحقیق دا هم ښیي چې په نولسمه او شلمه پیړۍ کې د نارنیو په پرتله د ښځو د مړینې په کچه کې کموالی راغلی دی.

دغه رپورټ دا هم وایي چې د ١٩٨٠ کال نه وروسته د ښځو د مړینې کچه د نارینو په مقابل کې ٧٠٪ راټیټه شویده چې علت یې د مختلفو نارغیو درمل پیدا کیده ، بهتره خواړه او د صحي اصولو سره سم ژوند کول دي.

د نارینو د مړینې د تر ټولو لوی علت د زړه مختلفې ناروغۍ دي.

د سگریټو زیات استعمال هم صحت ته سخت تاوان رسوي. هغه کسان چې عمر یې د څلوېښتو کلونو نه زیات وي، د مړینې بو لوی علت د زړه ناروغۍ دي.