شاته

په اندونیزیا کې د پولیسو پر یوې پوستې ځانمرګی برید شوی

په اندونیزیا کې د پولیسو پر یوې پوستې ځانمرګی برید شوی دی چې د چارواکو په خبره څلور پولیس او دوه ولسي خلک ژوبل شوي دي.

پولیس وايي چې برید د چهارشنبې په ورځ (نومبر۱۳) د سوماترا په ټاپو کې د میدان په سیمه کې شوی دی. د اندونیزیا د ملي پولیسو ویاند "دیدي پراسیتو" بریدګر "لیوه" وباله او وویل: "موږ باور لرو چې بریدګر یوازې و، د جنايي جرمونو د پلټنې ډله لا هم سیمه ارزوي."

بریدګر ۲۴ کلن زده کوونکی ښودل شوی دی چې د ملي بسونو د یو مشهور شرکت د موټروان لباس یې اغوستی او بیا یې برید کړی دی. د برید انګیزه او بریدکوونکي هویت لا معلوم نه دی.

اندونیزیا ۲۶۰ میلیونه نفوس لري او له دې پلوه تر ټولو لوی اسلامي هېواد ګڼل کیږي. په دغه هېواد کې مسیحیان، هندوان او ځینې نور اقلیتونه هم ژوند کوي. تر دغه برید یوه ورځ مخکې د اندونیزیا حکومت یوه رسمي ویپاڼه پرانیستله چې په کې له خلکو غوښتل شوي د افراطیانو په اړه پولیسو او حکومت ته خبر او معلومات ورکړي.

تر دې مخکې د پولیسو پر ځينو پوستو هم بریدونه شوي وو. د فرانسې خبري اژانس وايي چې د اګست په میاشت کې پولیسو د اندونیزیا د سورابایا په ښار کې یو بل بریدګر ووېشت او ژوندی یې ونیوه. په جولاۍ کې بیا یو ځانمرګي د جاوا په ټاپو کې هڅه کوله چې ځان والوځوي، خو بریالی نشو او په زخمي حالت کې ونیول شو.

تېره میاشت دوو بریدګرو د پولیسو پر یو لوړ پوړي چارواکي د چاقوګانو ګوزارونه وکړل او هغه یې سخت ژوبل کړ. له دغه برید وروسته لسګونه مشکوک ترهګر ونیول شول. وروسته حکومت وویل چې بریدګر د یوې ترهګرې ډلې غړي دي چې له داعش سره اړیکې لري. داندونیزیا حکومت په دې وروستیو کې د افراطیانو ضد اقدامات زیات کړي دي.