شاته

اردوغان له ټرمپ سره خبرو لپاره واشنګټن ته روان شو

ترکي چارواکي وایي چې رجب طب اردوغان به نن چهارشنبه (نومبر۱۳) واشنګټن ته رسیږي او له ولسشمر دونالډ ټرمپ او نورو امریکايي چارواکو سره به وویني.

دواړه مشران به د سوریې په شمال کې د کردانو پر ضد د ترکيې د پوځي عملیاتو، د ترکیې له لوري له روسیې څخه د اس-۴۰۰ میزایلو د اخیستلو او د واشنګټن-انقره ترمنځ د امریکا اف-۳۵ جنګي الوتکو د قرارداد په اړه خبرې او بحث وکړي.

واشنګټن او د ناټو متحدینو یې اندېښه ښودلې ده چې ولې ترکیې له روسيې څخه اس-۴۰۰ میزایل پلورلي.

امریکا وايي چې د روسیې د اس-۴۰۰ میزایلو دفاعي سیستم د امریکا اف-۳۵ جنګي جټ الوتکو ته ګواښ پېښوي. امریکا د اوس لپاره له ترکیې سره د دغو الوتکو د پلورلو قرارداد ځنډولی دی.

یو لوړ پوړي امریکایي چارواکي ویلي دي چې د روسي میزایلو د پلورلو مسئله به د دواړو ولسمشرانو ترمنځ د بحث اصلي موضوع وي.

په همدې حال کې د ولسمشر اردوغان ویاند فهرتین التون په خپل ټویټر کې لیکلي دي چې له روسیې څخه د اس-۴۰۰ میزایلو د پېرودلو په اړه د ترکیې دریځ څرګند دی.

نوموړي ویلي دي چې ترکیې دغو میزایلو ته عاجل ضرورت درلود. ښاغلي التون ویلي دي چې متحده ایالتونه باید د دواړو هېوادونو په اړیکو کې دا مسئله په یوې ستونزې بدله نه کړي.