BBC
 شاته

چین کې بین الافغاني ناسته راتلونکو څو ورځو کې کېږي

د سولې په چارو کې د افغان دولت وزارت نن چارشنبه اعلان وکړ چې د افغان سولې په تړاو د چین بین الافغاني ناسته به په راتلونکو څو ورځو کې وشي. ټاکل شوې وه چې دا ناسته د تېرې نومبر میاشتې په ۲۹مه او ۳۰مه نېټه شوې وای، خو د نامالومو لاملونو له کبله هغه مهال ونشوه