شاته

کابل کې موتر بم چاودنې ۷ تنه وژلي ۱۰ټپیان دي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، نن سهار ۷ بجې او ۲۵ دقیقې د کابل ښار «قصبې» سیمه کې موټر بم برید ۷ تنه ملکي وګړي وژلي او ۱۰نور یې ټپیان کړي دي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، چې یاد برید د ټونس موټر په واسطه د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې اړوند «قسیم سړک» سیمه کې د «GARD AWORLD» په نوم د یوې بهرنۍ امنیتي کمپنۍ پر لنډکروزر موټر شوی دی.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د چهارشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۳مه «لړم۲۲مه» خبریالانو ته وویل، چې په یاد موټر بم برید کې د یو ماشوم په ګډون ۷ ملکي وګړي وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په ټپيانو کې شپږ افغان ملکي وګړي او څلور تنه د«GARD AWORLD» امنیتي کمپنۍ بهرني کار کوونکي هم شامل دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې په دغه موټر بم برید کې د یادې امنیتي کمپنۍ د څلورو بهرنیو کار کوونکو په ګډون ۱۰ تنه ټپیان شوي دی.

د عیني شاهدانو په وینا چاودنه ډېره قوي وه، چې له امله د نژدې کورنو د ښيښو په ماتېدو سره خلکو ته مالي زیانونه هم اوښتي دي.

د افغانستان د جمهوري ریاست دغه برید غندلی دی.

تر دا مهاله د دغه موټر بم برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.