شاته

انس حقاني؛ د "طالبانو تبلیغاتي طراح" او د "کمپوټر ماهر"

انس حقاني د حقاني شبکي د بنسټګر جلال الدین حقاني زوی او د سراج الدین حقاني کشر ورور دی.

د افغانستان ملي امنیت انس حقاني د "کمپوټر ځانګړی ماهر" او په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو د تبلیغاتي کمپاینونو "متفکر مغز" ګڼي.

د افغانستان د ملي امنیت د معلوماتو په اساس انس حقاني په ټولنیزو رسنیو کې د حقاني شبکې او په ځانگړې توگه دې شبکې ته د جلب او جذب یو مهم غړی هم و.

هغه همدغه راز د سراج الدین حقاني "ځانګړی سلاکار" و او په عربي هېوادونو کې له ځينو افرادو او منابعو څخه طالبانو او حقاني شبکې ته د "پېسو په ټولولو" کې یې هم مهم رول لره.

د هغه د تعلیم او شخصي ژوند په اړه معلومات ورکړل شوي نه دي. ولسمشر غني له زندان څخه د انس حقاني پرېښودل یوه ډېره سخته پرېکړه وبلله.

د ولسمشر غني د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري امریکا غږ ته وویل چې انس حقاني یې په کابل کې د قطر سفارت ته سپارلی او دی به په قطر کې دوه میاشتې تر نظارت لاندې وي چې طالبان تښتول شوي استادان پرېږدي او نور شرطونه هم پوره کړي.

انس حقاني په ۲۰۱۴ کې په بحرین کې ونیول شو او بیا افغان حکومت ته وسپارل شو. معلومه نه ده چې هغه ولې بحرین ته تللی و او د بحرین حکومت هغه افغان حکومت ته په کوم شرط وسپاره.

د حقاني شبکه جې له طالبانو سره مخامخ او نژدې اړیکې لري، یوه "قاتله شبکه" بلل کیږي چې د کابل په ګډون د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې هم د وژونکو بریدونو مسولیت په غاړه دی.

دا شبکه همدغه راز په کابل کې د امریکا او هند په سفارتونو، هوټلونو او نورو مهمو ځایونو باندې په بریدونو تورنه ده.

افغان حکومت د سه شنبې په ورځ (نومبر۱۲) اعلان وکړ چې انس حقاني په کابل کې د امریکایي پوهنتون د تښتول شویو استادانو په بدل کې او له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو د پېلولو په شرط له زندان څخه خوشې کوي.

طالبانو په وار وار د انس حقاني د خوشې کېدو غوښتنه کړې وه خو افغان حکومت نه منله. طالبانو پر افغان حکومت د فشار راوړلو لپاره آن د طالبانو د مذاکره کوونکو په لست کې هم د انس حقاني نوم شامل کړی و.

د افغانستان ملي امنیت هغه مهال ویلي وو چې له انس حقاني سره به د افغانستان د نافذه قوانینو په اساس چلند کیږي، خو د محکمې حکم له رسنیو سره شریک نشو.

د طالبانو له یو شمېر خونړیو بریدونو وروسته په ټولنیزو رسنیو کې ډېرو افغانانو د انس حقاني د اعدام غوښتنه کړې ده.