شاته

جرمني د داعش درې مشکوک غړي د بریدونو پلانولو په تور ونیول

په جرمني کې څارنوالانو د سه شنبې په ورځ (نومبر۱۲) وویل چې درې کسان یې د داعش ډلې سره د تړاو او په جرمني کې د ترهګریزو بریدونو د پلانولو په تور نیولي دي.

د فرانګفورټ څارنوالانو په یوې اعلامیې کې ویلي دي: "دغو دریو کسانو د راین-ماین په سیمه کې ځانونه برابرول چې د مذهبي انګیزې له مخې جرم وکړي. دوی پلان لره چې په چاودېدونکو توکو او وسلو باندې څومره کسان چې وژلی شي، ووژني."

د فرانسې خبري اژانس وايي چې په نیول شویو کې یو مقدونیه الاصله جرمني تبعه ده چې ۲۴ کاله عمر لري او د دغو پلانونو اصلي طراح بلل کېږي. دوه نور بیا د ترکیې وګړي ښودل شوي دي چې پولیسو له دریو اپارتمانونو څخه نیولي دي.

چارواکي وایي چې نیول شویو کسانو به نورو خلکو ته ځانونه د داعش ډلې د جلب او جذب د برخې غړي معرفي کول او انلاین به یې د داعش ډلې تبلیغاتي پاڼې او نورې خپرونې تعقیبولې.

جرمني په دې وروستیو کې د دا ډول مشکوکو کسانو د نیولو لړۍ چټکه کړې ده. پولیسو له هغه وروسته امنیتي تدابیر سخت کړل چې په دغه هېواد کې ځینې ترهګریز بریدونه وشول. تر ټولو خطرناک یې د ۲۰۱۶ برید و چې یو ۲۳ کلن تونسي پر خلکو موټر وخيژوه او ۱۲ تنه یې ووژل.

په جرمني کې داسې مهال دا درې کسان د داعش سره د تړاو په تور نیول کیږي چې تېره ورځ د ترکیې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د داعش په نیول شویو کسانو کې یې یو شمېر جرمنیان هم دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل وویل چې د داعش یو جرمن غړي خپل هېواد ته استول شوی او اوه نور جرمن (جهادیان) به د پنجشنبې په ورځ واستول شي.