شاته

ملګري ملتونه: د ایران د اټمي موافقې سره تړلي سرغړونې مخه په زیاتیدو دي

د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې د لومړي ځل دپاره هغه څه تایید کړي دي چې مخکي یې امریکا او اسرایلوو په هکله ادعاوې کړې وې.

د ملګرو ملتونو یادې ادارې په خپل درې میاشتني ریپوټ کې چې غړو هیوادونو ته یې لیږلی دی او اسوشیټیډ پریس ترلاسه کړی، د ایران د یورانیمو د مرکز د موقعیت په هکله معلومات نه دي په ډاګه کړي.

دغې ادارې ویلي چې د ایران د نیمه غني شويو یورانیمو ذخیرې لاهم په زیاتیدو دی او دا د ٢٠١٥ کال د اټمي موافقې څخه سرغړونه ده. یادې ادارې دا هم تایید کړی چې ایران د فردو په مرکز کې د ځمکې لاندې یورانیم غني کوي چې دا کار هم د ۲۰۱۵ کال په اټمي موافقې کې منع شوی و.

ایران د فردو مرکز
ایران د فردو مرکز

د اټمي انرژۍ اداره دغه راز وايي چې ایران د یورانیو د غني کولو کچه ۴.٥ فيصده کړې چې د موافقې په اساس باید د ۳،۶۷ فیصدو څخه لوړه نه وي.

د هغه وخت راهیسې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران سره د شوې موافقې څخه امریکا وایستله او پر ایران باندې یې یو لړاقتصادي بندییزونه ولګول چې په لړ کې یې د ایران اقتصاد د ستونزو سره مخ شو، په بدل کې یې ایران هڅه کوي چې کرار کرار د موافقې ځینې مادې نقض کړي ترڅو د نړۍ پر نورو قدرتونو فشار وارد کړي ترڅو ایران ته نور اقتصادي امتیازات ورکړي.

د دوشنبې په ورځ پر بروکسل کې د یوې غونډې په ترڅ کې د اروپايي اتحاد د باندنیو چارو وزیرانو د ایران سره د شوې موافقې نه یو ځل بیا ملاتړاعلان کړ او هغه یې تایید کړه.

د اروپايي اتحاد د بهرنۍ پالیسې مشرې فریدریکا موغیرني وویل چې غړو هیوادونو یوځل بیا شوې موافقې ته خپل تعهد څرګند کړ او هغه یې امنیت ته اړینه وګڼله. هغې وویل چې سره له دې چې ستونزې به وي خو دوي به خپلو هڅو ته ادامه ورکړي چې دغه موافقه په بشپړ ډول پلي شي.