شاته

روسي تاریخ پوه خپله شاگرده وژلې او ټوټه ټوټه کړې

د روسیې د سنت پیترزبرگ یوې محکمې د دوشنبې په ورځ نومبر ۱۱ (لړم ٢٠) د یو روسي تاریخ پوه د مدافع وکیل هغه غوښتنه رد کړه چې ویل یې هغه دې په کور کې نظربند شي.

تاریخ پوه اولیگ سوکولوف، د دوشنبې په ورځ د سنت پترزبرگ د مویکا سیند په غاړه پداسې حال کې پولیسو ونیو چې په بکس کې یې د انسان دوه پرې شوي لاسونه لیږدول.

مقاماتو ویلي دي چې موندل شوې څنگلې د سوکولف د ځوانې ملگرې وې چې د بدن نور غړي یې سیند ته نژدې د سوکولوف په کور کې موندل شوي وو.

سوکولوف چې د پیترزبرگ په دولتي پوهنتون کې د تاریخ استاد و اعتراف یې کړی چې خپله ملگرې او مخکنۍ شاگرده یې د یوې لفظي مشاجرې وروسته په مرمۍ ویشتلې او بیا یې د هغې سر، لاسونه او پښې له تن جدا کړي دي.

د رپوټ له مخې هغه نشه و او کله یې چې غوښتل د خپلې ملگرې د بدن اعضا په اوبو کې واچوي د مویکا په کنگل شوي سیند کې ولید او اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

٦٣ کلن سوکولوف په ٢٠٠٣ کال کې د ناپیلیون بناپارت په اړه د یو تاریخي اثر د لیکلو په خاطر د فرانسې د پخواني جمهور رئیس له خوا د France's Legion d'Honneur په نامه ارزښتناکه جایزه ترلاسه کړې وه.

د رپوټونو له مخې سوکولوف اعتراف کړی دی چې د خپلې ملگرې د بدن د غړو د ټوټه ټوټه کولو وروسته یې په پام کې لرل چې د ناپیلیون په څیر جامې واغوندي او ځان ووژني.