شاته

حکمتیار د ولسمشریزو ټاکنو ۴۴ سلنه رایې 'جعلي' وبللې

په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو اړوند ناندریو په دوام د ولسمشریزو ټاکنو یو بل کاندید ګلبدین حکمتیار هم د ټاکنو کمېسیون لخوا د څه باندې ۸زره محلونو د رایو له بیا شمېرلو سره د مخالفت په ښودلو سره د تېرو ټاکنو ۴۴ سلنه رایې هم جعلي وبللې.

ښاغلي حکمتیار د دوشنبې په ورځ د نومبر پر ۱۱مه«لړم۲۰» خبریالانو ته وویل، چې د ټاکنو په ورځ له بایومیټریک پرته ۱.۲ میلیونه رایې صندقونو ته اچول شوي، چې په دې سره د جعلي رایو شمېر ۴۴سلنه ته رسېږي.

نوموړي زیاته کړه، که چیري یادې جعلي رایې باطلې اعلان شي، د میزان د شپږمې نېټې په ټاکنو کې د خلکو د ګډون کچه ۱.۵ میلیونو تنو ته رسېږي.

ښاغلي حکمتیار وویل، چې له "یو ټاکنیز ټکټ پرته" نور ټول ټاکنیز ټکټونه د کمېسیون لخوا د رایو د بیا شمېرلو له بهیر سره مخالف دي.

نوموړي ادعا وکړه، چې له بایومیټریک پرته ۳۰۰زره رایې د "یو ځانګړي ټاکنیز ټکټ" په ګټه کارول شوي دي.

ښاغلي حکمتیا وویل:"د ۲۴۳۲ محلونو دستګاوې ورکې نه دي، بلکې د یو مشخص ټاکنیز ټکټ لخوا غلا شوي دي، دغه دستګاوي په هغو محلاتو کې غلا شوي دي، چې رایې د هغوی د رقیبانو وې... د دغه وسایلو غلا معلومه ده، هغوی هغه کسان دي، چې حتا کمېسیون ته یې هم ګواښ کړی، او ویلي یې دي، چې ستاسو په پلار به لا (غیر بایومیټریک) رایې شمار کړم."

هغه وویل، د ټاکنو کمېسیون لخوا د رایو د بیا شمېرلو بهیر ورته د منلو وړ نه دی او زیاته یې کړه په هغو محلونو کې، چې له بایو میټریک پرته رایې اچول شوي باید هلته له سره ټاکنې وشي.

نوموړي همدارنګه د میزان د شپږمې ولسمشریزو ټاکنو پرمهال د درغلیو د څېړلو په هدف د ټولو کاندیدانو په مشوره د یوه «قضايي پلاوي» د ټاکل کېدو وړاندیز وکړ.

ګلبدین حکمتیار همدارنګه وویل، چې د افغانستان «عدلي او قضايي ارګانونه» په ټاکنو کې بې طرفه نه دي او هغوی باید ټاکنیز جرایم ونه څېړي.

د یادونې وړ ده، تېره ورځ د عبدالله عبدالله په مشرۍ د«ثبات او همپالنې» ټېم هم د ټاکنو کمېسیون لخوا د رایو له بیا شمېرلو سره مخالفت اعلان کړ.

دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو کمېسیون دوې ورځې مخکې د یادو محلونو د رایو د بیا شمېرلو د بهیر د پیلېدو خبر ورکړ.

دا ناندارۍ پر داسې مهال رامنځته کېږي، چې د ټاکنو کمېسیون د مهال وېش له مخې د لومړنیو پایلو اعلان ته یوازې دوې ورځې پاتې دي.