شاته

ترکیه لویدیځ ته: زموږ هېواد د داعش "جهادیانو هوټل" نه دی

د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت وایي چې تر دې دمه یې د یو امریکايي په ګډون ډېر اروپايي "جهادیان" یې خپلو اصلي هېوادونو ته استولي دي.

چارواکي وايي دا کسان د داعش په لیکو کې جنګېدل او د ترکیې ځواکونو په عراق او سوریې کې نیولي وو. وايي د فرانسې او جرمني د ځینو اتباعو په ګډون یې د داعش ۲۰ نور نیول شوي غړي هم اماده کړي چې خپلو هېوادونو ته یې ولیږي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل د ترکیې دولتي اژانس انادول ته ویلي دي: "یو بهرنی امریکایي تروریست د دوشنبې په ورځ خپل هېواد ته استول شوی. یو جرمن او یو ډنمارکی به نن واستول شي."

نوموړي وویل چې اوه نور جرمن (جهادیان) به د پنجشنبې په ورځ واستول شي. وايي ۱۱ فرانسویان، دوه ایرلنډیان او دوه نور جرمنیان هم د استول کېدونکو په کتار کې دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزیر سلیمان سولو تېره اونۍ ویلي وو چې ترکیې د داعش ۱۲۰۰ بهرني غړي نیولي او بندیان کړي دي. دا معلومه نه ده چې دا ټول په عراق او سوریې کې نیول شوي که نه.

همدغه راز هغه وايي چې د ترکیې پوځ د سوریې په شمال کې په تازه عملیاتو کې ۲۸۵ نور "جهادیان" هم نیولي دي. هغه وویل چې دا ټول نیول شوي بهرني جګړه ماران به خپلو اصلي هېوادونو ته استول کیږي او ترکیه د داعش "جهادیانو هوټل" نه دی.

ترکیه پر لویدیځو هېوادونو انتقاد کوي چې خپل هغه اتباع بېرته نه مني چې په عراق او سوریې کې له داعش جګړه مارانو سره یو ځای شوي دي.

ډېرو اروپايي هېوادونو له خپلو دا ډول اتباعو څخه تابعیت بېرته اخیستی دی. برتانیا هم د خپلو ۱۰۰ "جګړه مارانو" څخه تابعیت اخیستی دی.

د فرانسې یوه چاروکي فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې په استول شویو فرانسویانو کې یې ډېرې ښځې دي چې یو شمېر یې له ډېر پخوا څخه په ترکیې کې اوسېدلې او ځينې نور یې تازه ترکیې ته تللې وې.