شاته

افغانستان ویسټ انډیز ته د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه

د افغانستان او ویسټ اندیز ترمنځ د دریو لوبو د سیریز په درېیمه لوبه کې نن دوشنبه (نومبر ۱۱- لړم ۲۰) افغان لوبغاړو په ۵۰ اورونو کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو سیالې لوبډلې ته د ۲۵۰ منډو هدف وټاکه.

د دې سیریز په لوبو کې تر اوسه دا تر ټولو لوړ هدف دی چې افغانستان یې د ویسټ انډیز لوبډلې ته ورکوي. د لوبې پچه ویسټ انډیز وګټله او افغانستان ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه.

تر ټولو ډېر ۸۶ منډې اصغر افغان ترسره کړې.
تر ټولو ډېر ۸۶ منډې اصغر افغان ترسره کړې.

افغان لوبغاړو ښه توپ وهنه وکړه. اضغر افغان، محمد نبي او حضرت الله ځاځي پنځوسیزې وکړې. تر ټولو ډېر ۸۶ منډې اصغر افغان ترسره کړې.

د ویسټ انډیز له خوا کیمو پول ښه توپ اچونه وکړه او درې ویکټې یې واخیستلې. په نننۍ لوبې کې ځوان لوبغاړی ابراهیم ځدراڼ هم د لومړي ځل لپاره په یوې ورځینۍ نړېوالې لوبې کې ګډون وکړ.

د افغانستان او ویسټ انډیز سیریز په لړ کې افغانستان تر اوسه دوه یوه ورځینۍ لوبې بایللې او نن شپه به معلومه شي چې ایا دریمه لوبه هم بایلي او که بریا خپلوي.