شاته

میانمار په نړیواله محکمه کې د مسلمانانو په نسل وژنې تورن شو

گامبیا د اسلامي همکاریو د سازمان په استازیتوب "په میانمار کې د مسلمانانو د نسل وژنې" پهاړه د ملگرو ملتونو د عدالت نړیوالې محکمې ته عریضه کړې ده.

د اسوشیتدپرس اژانس رپوټ ورکړی چې د گامبیا عریضه د دوشنبې په ورځ نومبر ١١ (لړم ٢٠) د عدالت نړیوالې محکمې ته وړاندې شوې ده.

د گامبیا عدلیه وزیر او لوی څارنوال ابوبکر ماري تمبادو د اسوشیتیدپرس اژانس ته ویلي چې غواړي "میانمار او نورې نړیوالې ټولنې ته یو څرگند پیغام واستوي چې نړۍ د هغو ظلمونو په اړه چې زمونږ په شاوخوا کې پیښیږي نشي کیدای چې ننداره یې وکړي او عمل ونکړي".

ښاغلي تمبادو زیاته کړه: "زمونږ نسل ته د شرم ځای دی چې د هغه نسل وژنې د بندولو لپاره چې زمونږ په مخ کې پیښیږي، څه ونکړو".

د میانمار پوځ د ٢٠١٧ کال په اگست کې په اکثریت مسلمان میشته ولایت راخین کې د "یاغیانو" پر ضد عملیات پیل کړل. د میانمار پوځ پدې تورن دی چې په راخین ولایت کې د عملیاتو پر وخت یې مسلمانان وژلي، ډله ییز جنسي تیري یې کړي او د روهینگیایي مسلمانانو کورونه یې سوزولي دي.

د میانمار د پوځ ددغو عملیاتو په نتیجه کې څه دپاسه ٧٠٠ زره روهینگیایي مسلمانان د راخین ولایت نه بنگله دیش ته د هغه څه په وجه پناه یوړه چې نسل وژنه گڼل شوی ده.

په میانمار کې د ملگرو ملتونو د حقیقت موندنې ماموریت تیره میاشت خبرداری ورکړ چې د "نسل وژنې د بیا پیښیدو جدي خطر موجود دی". دغه ماموریت د سپتمبر په میاشت کې په خپل وروستي رپوټ کې ویلي چې میانمار باید د روهینگیایي مسلمانانو په وړاندې د نسل وژنې د تورونو په وجه د نړیوالو قوانینو په اساس مسؤل وگڼل شي.

په ملگرو ملتونو کې د میانمار استازی هاو دو سوان، ددې سازمان د حقیقت موندنې پلاوي موندنې "یو اړخیز" او "په غلطو معلوماتو باندې ولاړ" رپوټ گڼلی دی.

د بشري حقونو د څار په سازمان کې د نړیوال عدالت د برخې رئیسه پرم پریت سینگ ویلي دي چې نړیوال عدالت ته وړاندې شوې عریضه به د میانمار وضعیت بدل کړي.

میرمن سینگ د نورو هیوادونو نه هم غوښتي چې ددې مسلې ملاتړ وکړي او ویلي یې دي چې دغه دعوا کیدای شي د روهینگیایي مسلمانانو پر وړاندې د بد چلند مخنیوی وکړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې هم د روان کال د جولاۍ په میاشت کې د عدالت د نړیوالې محکمې نه وغوښتل چې "د روهینگایایي مسلمانانو پر وړاندې د بشري ضد جنایاتو د ترسره کیدو" په اړه دې رسمي پلټنې پیل کړي.