شاته

داعش افغانستان کې په بشپړ ډول له منځه یوړل شوی- اندرابي

د افغانستان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي چې داعش په افغانستان کې په بشپړ ډول ختم شوی دی.

ښاغلي اندرابي د یکشنبې په ورځ (نومبر۱۰) د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې ښار کې خبریالانو ته دا خبره وکړه. هغه وویل چې د داعش ډله په ننګرهار کې ختمه شوې ده او کونړ کې به هم د خلکو په مرسته په بشپړ ډول ختمه شي. داعش په لومړي ځل په ننګرهار کې خپل فعالیت پیل کړ.

ښاغلي اندرابي وویل "موږ به د هغوی وروستی مرکز هم ویجاړو. موږ به داعش په بشپړ ډول ختموو. ځینې کوچنۍ ډلې یې تسلیم شوې او نورې به یې په نورو ولایتونو کې له منځه وړو."

په همدې حال کې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاني د فرانسې خبري اژانس ته ویلي دي چې د داعش د ډلې د مشر ابوبکر البغدادي په وژل کېدو سره "دلته د داعش په فعالیت باندې ډېر تاثیر شوی، د داعش جنګیالي یا حکومت ته تسلیم کیږي او یا خپل عادي ژوند ته بېرته ورګرځي."

ښاغلي خوګیاڼي همدغه راز وویل تېره ورځ هم د داعش ډلې ۳۲ جنګیالي حکومت ته تسلیم شول. تر دې مخکې هم حکومت د داعش لسګونه "تسلیم شوي" جنګیالي رسنیو ته ښودلي وو چې "ځینې یې بهرنيان" هم وو.

افغان چارواکي داسې مهال په افغانستان کې د داعش د ماتې خبره کوي چې څو ورځې مخکې د روسیې امنیتي چارواکو وویل چې د داعش ډله په افغانستان کې ځان ته مرکز جوړوي.

همدغه راز د تاجیکستان چارواکو ادعا وکړه چې له افغانستان څخه د داعش یو شمېر جنګیالي وراوښتي او د هغوی پر یوې امنیتي پوستې یې برید کړی دی. په برید کې د چارواکو په وینا یو پولیس، یو سرحدي ساتونکي او ۱۵ جنګیالي وژل شوي وو. خو د افغانستان د دفاع وزارت دا ادعا رد کړه.